ليکوال: انجنیر سید محمد روحاني

خارجیان غواړي د افغانانو تر منځ تعصب رواج کړي تر څو یو قوم له بل قوم سره لس یا شل  کاله نور هم د تعصب په خاطر په خپلو منځونو کې سره و جنګوي  او کفار ورته د خیر په غونډۍ ورته کښیني او سیل یې وکړي.

کله چې یو پښتون ورور لکه محترم اسماعیل یون صاحب د پښتنو د حقوقو نه دفاع کوي نو له بده مرغه شمالي ټلواله هغه یو متعصب او د آی-اس-آی غلام ګڼي مګر کله چې خلیلي صاحب د هزاره ګانو حقوق غواړي او یا جنرال دوستم صاحب د ازبکو حقوق غواړي  یا مارشال فهیم  صاحب د تاجکو حقوق غواړي نو هغوی ته د خپل قوم خادمان او قهرمانان وايي- په لنډه توګه باید وویل شي چې د حق غوښتلو او د تعصب تر منځ ډیر زیات فرق دی لکه د سود(الربا) او تجارت(البیعه) په منځ کې چې ډیر زیات فرق لري یا یو دبل ضد الفاظ دي لکه تور او سپین، آسمان او ځمکه، شپه او ورځ ، الربا(سود) او البیعه(تجارت او داسې نور متضات کلمات شول- د مثال په توګه هغه پدې معنی چې الله(ج) سود حرام ګرځولی دی او بیعة(تجارت) یې حلال کړی دی. او همدغه شان خدای پاک د حق(حقوق) غوښتل حلال کړي دي مګر تعصب یې حرام ګرځولی دی. نو د تعصب او حق یا حقوق  غوښتل یا د تعصب او حقوقو غوښتنه په لاندې ډول تشریح کیږي تر څو هر مسلمان افغان ورور له تعصب څخه خپل ځان وژغوري مګر د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره په خپل سراو مال قرباني ورکړي :

  ګرانو وروڼو هر قوم حق لري چې له خپلو حقوقو نه په شرعی او اصولي ډول دفاع وکړي ځکه چې نبي(ص) فرمایي:

(من مات علی مال فهو شهید). ژباړه: (څوک چې د خپل حق/مال په غو ښتلو/حاصلولو کې مړ شو، نو هغه شهید دی). پس اسماعیل یون صاحب د آی-اس-آی غلام ندی بلکه د ټولو پښتنو وروڼو د سر تاج او مشر دی ځکه هغه د پښتنو سیاسي، اقتصادي، مالي، تعلیمي، اجتماعي، فرهنګي او بشري حقوق غواړي مګر له بده مرغه  نن سبا چې هر پښتون خپل حقوق غواړي هغه یا طالب دی یا القاعده دی یا ای اس ای دی ...دغه شان قضاوت غیر اخلاقي او غیر منطقي قضاوت دی ځکه چې یو اصلي پښتون یا په بل عبارت یو   حقیقي  مؤمن متعصب نشي کیدای  ځکه چې تعصب په اسلام کې نشته دی. لکه چې نبي (ص) فرمایي: ( لا عصبیه منی). ژباړه: څوک چې تعصب کوي( په خپل قوم باندې فخر کوي چې پښتون له تاجک نه بهتر دی یا هزاره له ازبک نه بهتر دی یا پښتو له دری نه بهتره یا غوره ده يا له خپل قوم سره په حرامو کې ملاتړ کوي یا پر بل قوم باندې ملنډې وهي یا خپل قوم/قبیله له بل قوم/قبیلې بهتره بولي) دغه انسان ته په اسلام کې مسلم او مؤمن نه ویل کیږي او په اسلام کې ځای نلري. لکه چې محمد(ص) فرمایي( لافرق بین عرب ولعجم الا با ااتقوی) ژباړه( د یو یو عربي او یو عجمي په منځ کي فرق نشته مګر فرق یې په تقوا سره دی یا کيږي).

 پس د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، بلوچ، عرب په منځ کې هیڅ فرق نشته ځکه چې هر قوم، ژبه، رنګ، شکل، بدن لوی خدای(ج) پیداکړي دي نه کوم انسان(تاجک، پښتون، هزاره، عرب، ازبک ندي پیداکړي). نو ځکه یو انسان ته په کار ندي چې هغه دبل قوم، ژبې، قبلي، رنګ، شکل کې کومې خبرې وکړي  چې د هرشي خالق  خدای(ج) دی نه کمزوری انسان وبس

تعصب په اسلام کې څه شی دی؟

(سئیل رسول الله صلی الله علیه وسلم يا رسول الله ما العصبية قال أن تعين قومك على الظلم). کما ایضآ روى أبو داود أن النبي صلى الله عليه وسلم قال "ليس منّا من دعا إلى عصبية، أو من قاتل من أجل عصبية، أو من مات من أجل عصبية".

ژباړه: ( ل محمد (ص) نه پوښتنه وکړای شوه چې تعصب څه شی دی؟ نو رسول(ص) ورته وفرمایل: تعصب دیته وایې چې له خپل قوم سره په ظلم/تجاوز کې مرسته وکړې. او همدغه شان ابو داود (ع) نه روایت شوی دی چې نبي(ص) وویل: ( هغه زمونږ د امت نه ندی چې تعصب ته یې خلک دعوت کړل، او یا یې د تعصب لپاره چاسره جنګ وکړ او یا د تعصب لپار/یا په تعصب کې مړ شو).

 پس له هر افغاني قوم نه زما دا هیله ده چې نور له تعصب نه لاس واخلي- د تعصب په خاطر مبارزه او جنګ ونکړي، خپل قوم سره په نا حقه ولاړ نشي، خپل قوم تعصب ته دعوت نکړي، د تعصب لپاره خلک جنګ ته دعوت نکړي او هیڅکله متعصب نشی او که چیرته متعصب شي نو له اسلام نه خلاص شو د شیطان په لاره روان شو (وما علینا الا البلاغ !!!!!!!!!!)

دليکوال څونورې لیکنې 

ايران غواړي دخپل سياست اوفرهنګ له لارې افغانستان مستعمره کړي. 

انګريزان او امريکايان ولې پښتانه نه غواړي او اقليتونو ته ارزښت ورکوي 

يادونه : هره ليکنه دليکوال خپل نظر ده اود ((حريت ))توافق ورسره شرط نه ده البته اسلام او هيوادته زيان رسوونکي مطالب حريت نه خپروي. مننه