د مارچ اتمه زما د موركئ ورځ نه ده ځكه زه هر سهار د موركئ خوني په دي نمت ورځم چي يو ځل يي لاس او پښي دواړه مچو كړم، ځكه زه مسلمان يم او لوى رب مي د مور په خدمت او عزت ماموركړى يم، بلكي د مارچ اتمه د هغي بيورلي مور ورځ كبداى شي چي د غرب مبتذل كلتور موروالى ځني غصب كړى او هغه په اولډهوم كي د مارچ اتمي ته ځكه په تمه ده چي ګوندي زوى به يي ورته د ګولانو ګيډئ راواستوي.
د مارچ اتمه زما د ميرمن ورځ هم نه ده، ځكه زما ميرمن زما د كور ملكه ده، زه ټول د هغي يم او هغه ټوله زما ده، زما او دهغي زړونه د يو او بل سره په يوه ډول درزيږي، زه د هغي په شتون كي د جنت احساس كوم او هغه زما په رضا كي د خداى رضا لټوي، زه د هغي لپاره لباس يم او هغه زما لپاره لباس ده، ځكه مونږ دواړه مسلمانان يو او مونږ په خپل ژوند كي د خپل رب له لوري ټاكل شوي حدودو ته ژمن يو، بلكي د مارچ اتمه دي د غرب هغه مزدوره ميرمن لمانځي چي خاوند يي يواځي د خپلي حيواني غريضي د اشباع لپاره ساتلي وي او هغه اكربه دي د خپل ژوند د امرار دپاره د يوه بل ليوه په دفتر او كارخانه كي مزدوره وي.... او د هغه د وږي هوس هري نا مشروع غوښتني ته دي هم د اوكي باس ځواب وركړي.
د مارچ اتمه زما دخور او لور ورځ هم نشي كيداى، ځكه ما مي خپله خور او لور د حيا په پرده كي پوښلي ساتلي، هغوى مي د"شمع انجمن" پرځاى د خپل كور زينت ګرزولي، ما د خپلو خولو تويدلو، بي خوابيو او سختيو ګاللو په مټ د هغوى ټولو رنګينو خوبونو ته تعبيرونه پيداكړي دي او د خپلو وينو تويدلو په بدل كي مي د هغوي حياء ژغورلي ده، بلكي د مارچ اتمه دي د غرب هغه مظلومي خويندي او لوړني لمانځي چي وروڼو او پلورونو يي په لوى لاس د نايټ کلبونو اوهلته د شيطان صفته شرمښانو د شيطاني هوس د اشباع يوه ناچيزه او مبتذله متاع ګرزولي چي د دوى د هوس له پوره كولو وروسته يي بيا هيڅ ارزښت نه وي.... كه يي نه مني لږ د غرب د كلتور اوژوند په اړه څيړنه وكړئ.