عشق اسان دی دکمال خبره نه ده
کار دزړه دی دا دمال خبره نه ده
وي تور رنګی خو زړګی درڅخه واخلي
دا دحسن اوجمال خبره نه ده
که مو يار ترڅنګه وی او که جدا وی
څه دهجر اووصال خبره نه ده
مونږ يې صرف په ليدلو خپلوی شو
د طاقت او دمجال خبره نه ده
لاس وراچوو ګريوان ته دحسينو
محبت خو څه دسوال خبره نه ده
په سړه سينه به حل شي اتلياره
مينه دومره دجنجال خبره نه ده
07.03.2013
- مشفق حريتمل
په دې پوهه شه چې دهرڅه ترديد نشي
په هوښياروعاقلانو تنقيد نشي
افلاطون که افلاطون دی پخپل ځای دی
خوپه شعر کې به همسيال دلبيد نشي
چې په دين او په مذهب سره جدا وي
بيا بيعت دداسې پير او مريد نشي
ګناهونو يې چې زړونه وي تور کړي
دهغوی نه بيا دخير څه توريد نشي
چې په خوله دې يوه او په زړه بله...
16.03.2013
- مشفق حريتمل
• کفار به هیڅ وخت د مسلمانو دوستان نشي ترڅو هغوی اسلام نوي قبول کړی او یو مسلمان به هیڅ وخت د کفارو دوست نشي ترڅو یې کفر نه وي قبول کړی. نو محترم حامد کرزی او د هغه کابیني نه دا هیله کیږي چې مسلمانو هیوادو ته سفرونه زیات کړي تر څو مسلمانان له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی او پدې اوسني عصر کې افغانستان په ټولو اسلامي ممالکو حق لري چې ورسره بسپنه او ښېګڼه وکړي. دغه کار دې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري او دنده دې ورکړي چې له اسلامي هیوادونو س...