ترتالاندي ځورېـږواې اسمـانه راته ګوره
اورونوکي سوځېږواې اسمانه راته ګوره
سپېڅلى سپين ايمان مودغليم دسترګوخاردى
ناحق پـه دارځـړېـږواې اسمانه راته ګـوره
غربي ياغي طوفان موراته کلى کور وران کـړى
په غـرونوکي اوسـېـږو اې آسـمــانـه راته ګـوره
يامــروپه بمـبــارونــو يـادتـورټوپک خــوراک شو
يابندپـه بندغـوڅېـږواې اسمانه راته ګوره
دريږي مو زندان کي له شکنجـونه ستړې سـاوې
له ديـنه نه تـېـرېـږواې اسمـانه راتـه ګوره
پـردي څه چي خپلوان راته شيطان دي غولـولي
دورورپـه لاس قتـلېـږواې اسـمـانه راته ګـوره
پراخـه غـوړولــېـده نـړي لمـن هـرچــاته
يومـوږنه کي ځايـېـږواې اسـمانه راته ګوره
يوخوف مودى په زړونوکي دپاک خداى له غضبه
بل چانه نه ډارېــږواې اسمانه راتـه ګوره
کافي ده بس همـــداچي ته شاهدسه پرموږ باندي
چي رب ته قـربـانېـږواې اسمـانـه راته ګوره
هېر نکړې ګوره! دغه الهـامي يادګاربيـتـونه
ځوبـريدته روانـېــږو اې سمـانه راته ګوره
25.02.2013
- مشفق حريتمل
وايي یو سړی واده ته تللی وو نو هغه کیسه کوله واده ته لاړم نو هلته په کور کي یې دوې دروازې وي په یوه لیکلی وو چي خپلوان او په بله یې لیکلی وو چي انډیوالان او ملګري .نو ده ویل چي زه د زوم ملګری وم نو د انډیوالانو په دروازه ورد ننه سوم نو دلته هم چي لږ مخکي ولاړم نو بیا هم دوې دروازې دي په یوه لیکلي چي ښځینه او بله یې نارینه . نو زه د نارینه په دروازه ور دننه سوم .لږ مخته...
25.02.2013
- مشفق حريتمل
((مونږ به ليوني نه يو)) دتکړه شاعر ښاغلي عزت الله ځواب دويمه شعري ټولګه ده اوپه دې نزدې وخت کې په جلال اباد کې مازيګر کتاب پلورنځي د ۲۰۰۰ ټوکو په تيراژ کې چاپ کړی .ښاغلی ځواب ښه شاعرده او د ولس شاعر ده په شعرونوکې يې داولس انديښنې پېيلي او بيرته يې ولس ته دشعر په بڼه ډالۍ کړي دي مونږ ددغې شعري ټولګې څخه يو شمېر غوره بيتونه راټول کړي هيله ده چې دخوښي وړ مو وګرځي البته دازما ذوق وه چې ددغو بيتونو انتخاب مې کړی او داسې هم نه شو ويلي چې پدغه شعري ټولګه کې همدغه بيتونه يواځې خوندور د...