وايي یو سړی واده ته تللی وو  نو هغه کیسه کوله واده ته لاړم نو هلته په کور کي یې دوې دروازې وي په یوه لیکلی وو چي خپلوان او په بله یې لیکلی وو چي انډیوالان او ملګري .نو ده ویل چي زه د زوم ملګری وم نو د انډیوالانو په دروازه ورد ننه سوم نو دلته هم چي لږ مخکي ولاړم نو بیا هم دوې دروازې دي په یوه لیکلي چي ښځینه او بله یې نارینه . نو زه د نارینه په دروازه ور دننه سوم .لږ مخته ولاړم بیا هم دوې دروازې وې چي په یوه یې لیکلی دي چې چا تحفه راوړي دي نو په دې دروازه او چا چي نه دي راوړي په بله دروازه دي دننه سي .نو ما تحفه نه وه راوړې زه چې په دروازه ننوتم نو بیرته کوڅی ته ووتم ...