چې دسر قيمت ته ګرانه تيار نه يې
لار دې نيسه ځه ورځه خريدار نه يې
لا موسکا دې په درشل دلبو اوسي
ورګډ شوی لا دعشق په بازار نه يې
بې احساسه ژوندون مه کوه دنيا کې
څه هدف ته يې راغلی اوزګارنه يې
چې په لار دشملورو زلمو نه ځې
ترهغې پورې ټيکری يې دستار نه يې
شازلميو يې په وينو سېراب کړی
ای وطنه ته به څنګه ګلزار نه يې
ستا مزاج کې چل بازي او تېښته نغښتې
د زمري څرمن کې پټه دښکار نه يې
ترهغې به يې خوږمن خوږمن زړګيه
ګنډل شوی چې دمينې په تار نه يې
23.02.2013
- مشفق حريتمل
افغان ماشومان له شورويانو څخه پاتي شوي ټانګ سره لوبې کوي
يو افغان له لمونځ نه وروسته ددعا په وخت...
25.02.2013
- مشفق حريتمل
وايي یو سړی واده ته تللی وو نو هغه کیسه کوله واده ته لاړم نو هلته په کور کي یې دوې دروازې وي په یوه لیکلی وو چي خپلوان او په بله یې لیکلی وو چي انډیوالان او ملګري .نو ده ویل چي زه د زوم ملګری وم نو د انډیوالانو په دروازه ورد ننه سوم نو دلته هم چي لږ مخکي ولاړم نو بیا هم دوې دروازې دي په یوه لیکلي چي ښځینه او بله یې نارینه . نو زه د نارینه په دروازه ور دننه سوم .لږ مخته...