((مونږ به ليوني نه يو)) دتکړه شاعر ښاغلي عزت الله ځواب دويمه شعري ټولګه ده اوپه دې نزدې وخت کې په جلال اباد کې مازيګر کتاب پلورنځي د ۲۰۰۰ ټوکو په تيراژ کې چاپ کړی .ښاغلی ځواب ښه شاعرده او د ولس شاعر ده په شعرونوکې يې داولس انديښنې پېيلي او بيرته يې ولس ته دشعر په بڼه ډالۍ کړي دي مونږ ددغې شعري ټولګې څخه يو شمېر غوره بيتونه راټول کړي هيله ده چې دخوښي وړ مو وګرځي البته دازما ذوق وه چې ددغو بيتونو انتخاب مې کړی او داسې هم نه شو ويلي چې پدغه شعري ټولګه کې همدغه بيتونه يواځې خوندور دی او نور څه نه ، ښاغلي ځواب  يواځې زمالپاره نه مګر دټول اولس لپاره يې شاعري کړې ده او هرڅوک پکې دخپل ذوق خواږه موندلی شي نور دا تاسې او دامو دښاغلي ځواب ملغلرې .

 

هاغه دښارونو شربتونه دلته نشته دي

وخوره پياز جواری شملې ماسته رانه خفه نشې

 

چې يو بل په بوتلونو باندې ولي

نو په داسې پارلمان و طن جوړيږي

 

مخکې به ترې خلکو ډيره بده وړه

اوس په چاپړوسۍ باندې سيالي شوله

بيا ښځې نران کانديدان شوي دي

بيا ديموکراسۍ باندې سيالي شوله

 

پردې دهقان بېل په اوږه دشپې اوبه لر مه

رڼا مې لاس کې ده لالا له مانه وېرېږه

 

چې کله کله دې په مونږ باندې غوسه کولای

 اوکله کله خنديدلای زه به داسې نه وای

 

دادوسان رقيبان سور دوزخ ته ورسوه

زرشه راولوېږه اسمانه زړه مې وچاودېده

 

مرګی ولې له مانه  داسې لرې لرې ګرځي

اخيستې مې تيار ورته کفن دی نه راځي

 

په دې څه چې کال ته بيا انتخابات دي

 دزړو پرځای دنوو غلو ټاکل دي

 

مونږ دخپل هيواد غمي ورته ډالۍ کړو

دوی بدل کې راليږي بمونه ډير

 

ځوابه داتمه دې نه کوي څوک

چې به خپل کور چاته پردی جوړ کړي

 

نور له جنګه ستړي يو سوله کې به ژوند وکړو

ته رانه کفاره ځه شاته شاته مه ګوره

 

داجګړه دوام لري داسرتيري نه وځي

داتور ګاونډی چې وي مونږ به ليوني نه يو

څوک په چا حکومت کوي چاته سړی وژاړي

واک اختيار پردی چې وي مونږبه ليوني نه يو

 

اوس په نړۍ کې  دوحشت دپاچا راج چليږي

اوس که راولوېږې اسمانه څه خبره نه ده

 

ځينې خلک له نيستۍ نه کلی پريږدي

ځينې  خلک له مستۍ نه ښار ته درومي

که تکړه وې په ګرمۍ کې ورته راشه

په يخنۍ کې هر سړی ننګرهار ته درومي

ځان ته ډېرې سودا ګانې پکې وکړي

چې ځواب کله دغم بازار ته درومي

 

چې اخلاص پکې وي خدای پرې خوشاليږي

راوتلی له قرانه ملګرتيا ده

په جامه کې د انسان شيطان ګرځيږي

ورسره دې مسلمانه ملګرتياده

 

چې يو ملت وي په هغې کې مشر يو مزه کړي

چې رهبران پنځوس شپېته شي سړی څنګه وکړي

 

مونږه نه درځو،ځوابه ستا وطن ته خپه نشې

هلته وير دی او  ژړا ده زندګي زندګي نه ده

 

کافر ومه په ښکلي ترنم دې مسلمان کړم

اذان دې غيږ کې ونيوم بلاله ځوانيمرګه

 

اوس ددې کلي دکورو تالاشي هر څوک کوي

اوس ددې کلي درواج څوک په کيسه کې نه دي

 

دهغوپوښتنه څوک له چانه وکړي

چې دچا وينې  سيلاب شولې  ځوابه

ملګرتيا ده کله کله داسې کيږي

په دې نيمه شپه پاذاب شولې ځوابه

 

زه چې يواځې ستا ديدن ته کينم

 دا نورکارونه به دې پلار کوي

 

چې په لوټه باندې خېژي کشميرګوري

دهغو خلکو ناستې او څنګ مې پرېښود

دپښتو خبره وه سنګر ته لاړم

ستا دشنو بنګړيو شور اوشرنګ مې پرېښود

 

پرمونږ خو هره ورځ قيامت تيريږي

دې نړيوالوته قيامت په کار دی

دلته به ژبه تړی شونډې ګنډې

که وايي سر مې سلامت په کار دی

څه به له هرچاسره لاس اچوو

شرپه کار نه دی شرافت په کار دی

 

 

بر شوم خودنورو غوندې بر نشوم

ښه ده چې په لاره برابر نه شوم

اوس به مې  موټرې دفترونه واي

شکر دپنځو ډالرو خر نشوم

 

ماويل غله به د راستۍ ميدان ته کش کړي

 خو زمونږ دڅارنوال هم مزه لاړه

 

نور اولس دې په نهره خيټه ګرځي

يوڅوتنه دې پړسيږي دې وطن کې

 

اوس څه باک نه دی څه شرم په کې نشته

اوس په هره اداره کې رشوت عام دی

مخالف چې څوک ددې ډول نظام دی

يايې ځای ګوانتنامو ده ياباګرام دی

 

ژوند ولاړ وي، کار ولاړ،روزګار ولاړ وي

سړکونوکې موټر کتار ولاړ وي

که يوټانګ دائيتلاف په لار ولاړ وي

افغانان غريبان خوارو زار ولاړ وي

 

يوې خواته ترينه توره پنجابي ده

بلې خواته ترې پاړسو ده پښتو نشته

 

چې دننګ پګړۍ انګريز ته ورپه سر کړي

خپله واغوندي پتلون ديموکراسي ده

 

پښتنو کې داسې خلک پيدا شوي

چې دلور نوم يې تولسي دزوی بجاج دی

 

شرميږي نه په دوسۍ باندې ډالر ټولوي

هغوی دپلار نيکه غيرت څه کړي ايمان څه کوي

 

که محکمه کې دې قاضي صيب ته پيسې ورکړلې

که ملامت هم يې په بل چا باندې توراړوي

 

دغه شين سترګي غله راغلي خپلوګټو پسې

خلک کم عقل نه دي خلک په هر څه پوهيږي

دسرو روسانو پېښې دوی هم شروع کړي دلته

دوی به سره وخوري دوی دې په دې وپوهيږي

 

تاسې او خدای  دابه له  تاسې سره څوک ومني

چې له دې وران افغانستان نه به جاپان جوړوئ

 

ملامت نه دي پښتانه چې چاته ست نه کوي

په کور کې يې توره نه يې جومات کې يې ممبر نه وي

 

توبه ګارشوی که انګريز راغلی

دلته ظالم پاچا چنګېز راغلی

مونږ ترينه هيڅ ګټه ليدلې نه ده

که بې نظيره که پروېز راغلی

 

زه دنړۍ دبادارائ لايق يم

ماپه ځنځير دغلامۍ مه تړئ

 

دشاعرانو دې هم ملا ماته شي

چې سپين ته سپين او تور ته تور نه وايي

 

څوک به مو روغ په مرکنډۍ وولي

بندو ورونه ته دشپې مه ورځئ

 

په نړۍ کې يوڅولوی داړه ماران دي

چې عکسونه يې اخبارونو کې چاپيږي

 

خو داجنګ چې د پيسو دی ،نه دننګ دی

نوداشکل يې بې مالګې دی بدر نګ دی

 

تش پکې چارواکي ښکته پورته کړي

دې تلويزونوکې خبر چرته دی؟

 

څو درباريان دبړه ماران مشر ته غوږ کې وايي

څوک چې ملاتړ ددې نظام نه کوي ښه نه کوي

پاکستانۍ مسلماني مونږ ته معلومه شوله

هسې دې ټوکې په اسلام نه کوي ښه نه کوي

 

لکه څومره چې زما تانه ګيلې دي

دومره ډيرې دي کيسې جلال اباد کې

که ملي لوبډلې لوبه وګټله

ته به وګورې مېلې جلال اباد کې

مړه غلی شه چارواکو خو له ځانه

جوړې کړي دي کعبې جلال اباد کې

پريږده ډير خواږه ياران پکې راټول دي

اوبه څله خړوې جلال اباد کې

 

دښار سړی کله ته څله راځي

چې خولۍ نه لري څادر نه لري.