له لقمان حکيم څخه خپل زوي پوښتنه وکړه چې پلارجانه کوم ښه خصلتونه دي چې په انسان کې بايد وي؟ لقمان حکيم وفرمايل: ديندار اوسه او ددين په احکامو بشپړ عمل کوه زوی يې ورته بيا وويل: که چيرته يو انسانه دوه ښه عملونه کول غواړي نوبيا کوم دوه ښه عملونه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل:ديندار او مالدار يعنې انسان بايد ديندار وي او بل کسب کار وي چې له هغې لارې حلاله روزي ګټي زوی يې وويل: که څوک درې ښه داعمال غوره کول غواړي نو بيا کوم دری ښه عملونه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل: دين، مال، او حيا زوي يې بيا پوښتنه وکړه: که کوم انسان څلور غوره اعمال کول غواړي نوبياکوم څلور ښه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل: دين، مال ، حيا ،او ښه اخلاق زوی يې وويل : که کوم انسان پنځه غوره اعمال کول غواړي نوبياکوم پنځه ښه عملونه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل: دين، مال ، حيا ،ښ اخلاق او سخاوت زوی يې وويل که څوک شپږ غوره اعمال کول غواړي کوم شپږ ښه عملونه دي؟ لقمان حکيم وفرمايل : ګرانه زويه چې په کوم انسان کې پورتني پنځه غوره اعمال موجودوي هغه انسان پرهيزګار ده او دالله ((ج)) دوست ده او دشيطان له مکرونو اوفريبونوڅخه په امن ده سرچينه : احياء العلوم دريم ټوک ۴۵ مخ