شعرونه
سر او تال
راشه سورونو ته مې تال راوړه مرم هله ژر شه لږ مجال راوړه
غزل
نشته يمه، چيرې يم پيدا مې کړه راځه
زه او ته
زه او ته زما له سترګو نه پنا زړګيه د زړه درزا دې ښه په مينه اورم
اشنايي
نن مې وې سترګې وږې نن مې څوک خوا کې نه وو نن مرور غوندې وم نن نا اشنا غوندې وم ما يو پتنګ وليده، ورته ماشوم غوندې شوم ورپسې منډې مې کړې پتنګ په ګلو ګډ شو خو زه په ګلو ګډيدلی نه شوم،
نظم
ووايه ته ووايه چې څه مې يې؟ ووايه چې څه مې يې که نه مې يې؟ زه خو ستا د غونډې ونې سيوری يم، ته ووایه ته مې يې که نه مې يې؟ وایه چا سپوږمۍ درپسې پورې کړه؟ چا د کشماليو په بوی پوهه کړې؟
غزل
رڼا، سپوږمۍ او خوشبويي روان دي خلک په لور د تنهايي روان دي په یو سړي ده د کتو تماشه هی څه خوبونه د سړي روان دي په پیښور که په کابل دي جانه جنګونه تول مې په زړګي روان دي نو اسمانو ته خو روحونه ختل؟ اوس اسمانونو ته لوګي روان دي یا ده سینه د کابل زخم زخم یا مې په شونډو اسویلي روان دي یه سمندره لږ مې نور هم چوپ کړه راته غ
تازه غزل
نه د اقرار په ژبه پوه، نه د انکار ژبه زه لکه بت چې نه لرمه د اظهار ژبه کله نا کله انسانان شي د ازغو په مثال کله ناکله ژبه شي لکه د مار ژبه کاش کې چې زه هم داسې وی چې په هرڅه پوهیدی کاش کې چې ماهم وی زده کړی ددې ښار ژبه دا څنګه زه یمه چې اوف قدرې کولی نه
رات کې راني
رات کې راني لمر چې د غرۀ له دنګې څوکې نه پناه شي کله سکڼى ماښام شي لږې ډيرې تيارکۍ خورې شي دشپې په توره هېبتناکې بوګنونکي څهرې سپينه رڼا او پلوشې چې دسپوږمۍ خورې شي نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې خلق اودۀ شي او څادر د خاموشۍ واغوندي تۀ سېلانۍ شې او دستا په طرف ستوري ګوري تۀ چې په ناز کله سوره شې د هوا په اوږو ستوري له ځانه ورک شي ستا په لوري ګوري ګوري نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړ
محبت
دمحبت په نوم یو چا رانه پېغام غوښتی خو زه حیران یم ولاړ یو سور ګلاب چې مې له ډيره وخت لاس کې ښکاري هغه زه چاته ورکړم؟ زه باوري یم په دې چې محبت نه یو مکان لري
سرليک: تشکر لیک
نېټه: 04.03.2013 23:29 ستا هنری پانی ، بلخصوص دا خوږه او له معانی څخه دکو اشعار ما لپاره دیر خوند او لذت ورکړ .له دی کبله ما وغښتل چه خپل مننه تاسو لپاره تقدیم وکړم .وسلام.هیواد
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه طایر ځلاند ۲۲ـ۱۲ـ۲۰۱۲ د دسمبر د ۲۱ نیټې په اړه مې له څو ورځو اورېدل چې دابه دقیامت ورځ وي دې افواه نه یواځې دا چې په غربي هیوادونو کې خپلې ډنډورې وغږولې بلکې ددې نغارو غږ تر افغانستانه هم را ورسېد په راډيو تلویزون او ټولنيزو رسنيو يوه مهمه موضو وګرځېدله داسې هم نه چې ددرېمې درجې پاملرنه يې ځانته را واړوله بلکې
نظم
خواست لکه خوب کې چې خپسې يم نیولی زما چغې زما ستونې کې وچيږي زه د درد کوم یو تصویر په زړه کې پټ کړم زړه مې وچاودېد ساګانې مې ډوبيږي سمندر چې په ظاهر خاموش ښکاري خو سينه کې يې ساتلي طوفانونه کوم زخمي دیوال په لپه کې راَټول کړم سړی پورې کړي دکوم کوم کور ورونه کومه ماته آيېنه س
ستړې سپوږمۍ!
ستړې سپوږمۍ! دجون دمیاشتې پوره څوارلس شپې ما په شوګېرې تېرې کړې دهغې میاشت چې هره ورځ يې يو په دوه اوږده وه او له سهاره تر ماښامه پورې زه دسوچونو ، تلوسو ، دارزوګانو تصور کې ومه ما دښکلا په زخم زخم وجود دملهمونو دپټۍ دلګېدو په خاطر مانه ستړتیا هېره وه او نن دجون
نوې غزل
غزل نن دښار هره کوڅه ده نابلده زه به نه یم تر ابده نابلده خدای خبرکه په وجودکې بیاراټول شي روح مې وواته له حده نابلده نیمه شپه کې له اسمانه راته کيږي اوازونه بې سرحده نا بلده دا دکومې پيړۍ خلکو کې شریک شوم پکې ښکارم نابلده نابلده ستاپه سترګوکې طایره خپل خوب ويني! آيېنه له خپله قده نا بلده
نوې غزل
غزل ښه پوهیږمه چې ځان به تماشه کړم که دنیا ته تنهايي خپله ښکاره کړم لږ راوګوره! چې نوې تجربه کړ م خاموشي که څه شېبه، زړه کې ویده کړم زه هینداره، خو په شا يې ستا تصویر دی زه نظر وم، خو تا خپله آيېنه کړ م په ماښام کې چې لمرونه چرته لويږي ټوله شپه به زه هم هغه لور قبله کړم بیا طایره ! انتظار دی راپه غاړه وربه پورې کړم، روښانه به ډيوه کړم
طرحي مشاعره
طرحي مشاعره (طایرځلاند)۲۳ـ۳ـ۲۰۱۲ ننګرهار رودات قدرځی د فی البديه یا طرحي مشاعرو دود په پښتنو کې کوم نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهيسي چې چرته هم څو شاعران سره راټول شوي دي نو ددغه دود دژوندي ساتلو هڅه یې کړې ده تېره شپه (دمارچ ۲۳د۲۰۱۲)چې همداسې يوه موقعه په لاس راغله هڅه مو وکړله چې دخپلو اسلافو راپاتې شوي دا دود وساتلی شو له کوزه پښتونخوا نه ځوان شاعر
ویلنټاین ډی
ويلنټاین ډی : طایرځلاند
غزل/ ازروال سالار احمدزی
غزل ازروال سالار احمدزی راځه ځانونه ګورو د ضمير په اېنه کې
دطایرځلاند نوی غزل
په اوږو يې اخیستلی لکه خس دی هوس ژونددی او که ژوند خپله هوس دی توراوربل دې دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟ که پرېشان له نوي غم زما اولس دی محبت دې حوصلې کړې زما لوړې
دخالد ریحان غزل
غزل : خالدريحاند سپېڅلي ضمير تـــول کـــې را ايســـــار يمســـمنـدر يم په کـــــچکول کې را ايسار يمرا نـــــه تاو دې شي شـهيـــد شــهيد يادونهبس دحـــورو په کهول کـې را ايســــار يــمد آواز لښــتې مې مـاتـــــې ډنګ مې نشتهاوس د خپل جـــود په ډول کې را ايسار يمدر نه ورک نه شـــم په اوښــــکو کې جانانه!ستا دســترګو پـه کـــنډول کې را ايسار يمد شــهيدې کـــوچۍ خــال يـــمه لوېـــــــــدلیچــــې په لپــو د غاټـــو
نوی غزل/ طايرځلاند
غزل نوي څه. ځان سره رانه وړل وختونو منظرونه دي دتېرو موسمونو ستا په نوم ګلاب مې ګوتو کې نیولی باور نه کوم په کرښو دلاسونو دوخت زلفو کې تیاره اوس هم ویده ده په کنډو څه ته راخيژیه لمرونو دارمان درد په هرځای کې راسره وه يم رغلی زه تر تا په تېندکونو حرارت مې دجذبو زړه کې محسوس کړ چامې ون
نوی غزل/ طايرځلاند
غزل الحذر او الامان له دې حالاتو لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو دخزان دمازیګر یخ یخ موسم دی تجربې دنوي نوي کیفیاتو چې رڼا ته ددې زمکې ضرورت دی ستوري ولې نه راځي له سماواتو پرمختګ دزمانې هرڅه بدل کړل پېرایه غواړي دنوي احساساتو
غزل /طایرځلاند
غزل له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې داخویار نو له ځانه بغاوت دی دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده
سيداکبرساېر/غزل
غزل ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟ دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى