علم ګل سحر
وايي،چې په يوه کلي کې يوه ژرنده وه، خلکوبه په نوبت غنم پرې اوړه کول. بله ورځ ددوو کسو په وارجنجال شو، يوه ويل، زه د مخه راغلى يم ، اول نوبت زما ده، دابل ويل، زموږ په کور کې اوړه تمام شوي دي اول وار به زما وي. ددواړو په منځ کې جنګ جوړ شو.
يو دريم سړى راغى دواړو خپل خپل دلايل ورته وويل،يوه ويل، زه اول راغلى وم اول نوبت بايد زما وي ، دابل وويل،چې زه که وروسته هم راغلى يم اول وار به زما وي ځکه چې دا ژرنده زما پلار جوړه کړې ده.
دريم سړي ورته وويل،چې ځه بابا، ژرنده که دپلار ده هم په وار ده .
28.02.2011
- ځوانzawan
وايي چې د کابل پوهنتون کالنۍ ازموينه روانه وه. د اقتصاد پوهنځي يو محصل د ازموينې په پاڼه کې د پلار نوم ((قدوس)) ليکلی وو. مميز استاد د ازموينې په ډګر کې ښکته پورته ګرځېده؛ د محصل د پلار په نامه يې سترګې ولګېدې. ورته ويې ويل چې هلکه د پلار نوم دې پوره وليکه. محصل ورته وويل چې بس همدغه يې نوم دی. استاد ورته وويل چې دا نوم راته پوره نه ښکاري؛ پوره نوم يې کېدی شي عبدالقدوس وي يا محمد قدوس وي او يا هم سيد قدوس! محصل ورته وويل چې استاده خبره مو بېخي سمه ده خو دا چې ډېر ځنې خفه يم نو زړه مې نه غواړي...
28.02.2011
- ځوانzawan
علم ګل سحر
دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى.
ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا...