وخته راوګرځه دنیا راوړه

ما ته مې بېرته خپله ساه راوړه


زما له وجوده دې زه وړی يمه

هله ما راوړه، هله ما راوړه

 

ما نه د سترګو رڼا چا يوړه؟

ما ته د سترګو رڼا چا راوړه؟

 

ستا د ساه ځوږ به رانه خوب يووړ

نشه به ستا د زړه درزا راوړه

 

زړه مې په تاپسې راووت،که نه

دلته بلا زړونو پناه راوړه

 

زما لوټې لوټې زړه دې ولې جوړ کړ

ولې دې بیا ورته رڼا راوړه

 

چا مې ډيوو پسې بادونه راوړل

چا مې ايرو پسې هوا راوړه

 

يوې رنګينې بلا رنګ ورکړی

کنه شفق ته چا ځلا راوړه؟

 

 

۶ اګست ۲۰۱۱

شنبه، د روژې شپږمه مازديګر

سلام وطنداره راډيو دفتر