څو کاله پخوا له ژونده مرور شوی وم، غمونه ډیر وو، خو د زړه خوالې لپاره مې څوک نه لرل، يو خدای و او يو زه، ځکه مې نو خدای پاک ته درې مخه يو ليک وليکه، زړه مې ټول په هغه لیک کې ورته کيښود، ښار کې مې يو قران شريف هديه کړ، پل خشتي جومات ته لاړم،ياسين شريف مې څو ځلې ولوست،وايي چې ياسين د قران زړه دی، د هغه زړه په منځ کې مې ليک ورته کېښود، څو رکعته نفل مې وکړل،له جوماته راووتلم

کلونه تېر شول، هغه وخت به مې چې دعا کوله، خدای ته به مې پورته ورکتل،که څه هم له هغې خوا ځواب نه راته، خو خبرې به مې ورسره کولې، ډيره اوږده دعا به مې کوله، ژوند له ستونزو ډک و، خو والله ډير خوندور و

اوس مې هغه وږې او سپۍ اروا چې پخوا يې يوې وړې هيلې پسې هم سترګۍ وې، خوله يې ډکه ده، خو بيا هم نه مړيږي وږې ده،نور ډير څه غواړي

کلونه تير دي، اوس مې سترګې له خدایه شرميږي، دعا چې کوم پورته نه شم ورکتلی، خبرې نه شم ورسره کولی، دعا چې کوم،ډير څه مې خولې ته راځي، خو غوښتنه يې نه شم کولی، همداسې تش لاسونه بيرته په خپل مخ راتير کړم، نه پوهيږم خو چې څومره پوهيږم ژوند بې خونده شوی، غواړم هغه ليک بيرته له قران شريفه راواخلم، خو ښايي اوس به هغه ليک هلته نه وي

شفق