له ځانه مخکې مې په خدای تا ته دعا کړې ده
تا ته مې مخ کړی دی، خپل ځان ته مې شاه کړې ده

 

تا به زما د یادولو ګناه نه وي کړي

خو دغه چاره د ثواب په ژوند کې ما کړې ده

 

نن به راځې،نن به باران او سيلۍ دواړه راځي

نن مې دې زړه څه عجبيه غوندې درزا کړې ده

 

وخته ناځوانه! ته خبر يې چې تا څه کړي دي

ظالمه تا خو له ما ټوله دنیا غلا کړې ده

 

که زما نه يې د هر چا چې يې، همدا مې بس ده

لکه ډیوه دې زما خواوشا رڼا کړې ده

 

بس همدې ورځې ته به خدای دغه هنر راکاوه

چې مې خندا کې له هر چا پټه ژړا کړې ده

 

د بوډۍ ټاله دې شفق خو له تا رنګ اخيستی

کنه نو څوک وايي چې خاورو هم ځلا کړې ده

 

 

ايم ايس پي اې (قلع فتح الله) ۵ تلې ۱۳۸۹ سهار