خاموشي رانه چاپيره ده والله
شوره! نوره رانه تېره ده والله

زندګي به څومره لږه وه چې وې به
... اوس چې نه یې څومره ډیره ده واله

دا خو زه، ته يو چې اوس هغسې نه يو
هغه ټال هماغه بېره ده والهه

لږه راشه، لږه ښه به راته یاد شې
اې! څېره دې رانه هېره ده والله

مرګ دې مخکې له ما يونسي زړګيه
څومره بده دغه ويره ده والله

سمندر چې واخلي رنګ د شفق، داسې
ساه يې ستا څڼو کې ګېره ده والله