هر کاره ډاکټر
ډانکتر صيب! ډير اې لرې نه راغلي يو، دا وړکی اته سونات که! بیا ساړه کيږي!
ډاکټر يو څو شيبې سپينږيري ته وليدل او بیا يې هغه هلک وڅاره چې سپين ږيري لاس په سر ورايښی و.
- تاسې عجيبه خلک يوی، چې ږيرې کې يې سپين ولګيږي، بیا مو اته ار روان وي، چې ووس يې اته سونات که!
سپين ږيږي په خندا دواړه لاسونه تشو ته ورکړل،يوې خوا ته کوږ شو او ويې ويل:
- نه وه ډانکتره! دا خمې کشر زوای دی،دغه نه خمې په اوومه وريز اې سړي بچای جوړ کو،الته ننه مې ننګور سره الماسای وساره دی،اغه اته سړای که
د سپين ږيري دې خبرې سره ټولو ناستو کسانو په کټ کټ وخندل، د ميرمنو له خوا هم يو څه د خندا غږ راووت.
ډاکټر ځان سمبال کړ او ويې ويل:
والله دا ډيرو مريضانو پکو کړی يم،څوک اته يايي چې غاښ انه وباسه، څوک يايي چې اته دام يې که، څوک يايي چې ستنه راکه، څوک يايي چې وينه اته ټيس که، څوک يايي چې سنات مې که، نو زه چشې وکم؟
په ناستو کسانو کې يوه داسې خندا وکړه، لکه په ژمي کې چې ټريکټر سلپ نه وهي، بيا يې وويل:
ډانکتر صيب شوکر دی، شوکر دی، ته خو ارکاره يې، زه خو يايم چې يا سنتي اته وخيه يا دې وينې ټيس، زه بو يا کوماک دسره کوم...
ډاکټر څه ويل خو سپين ږيری ترې وړاندې شو:
که اې ډنډې وريژې داسې اسانې وای، اې مينجو زامنو بو خواړې! مو تاسې اندا پاڼو، پټيو سره جوړ یو، دای دې خودې (خدای) ژمدای اته لري.
ډاکټر يوه ستنه واخيسته او د مېرمنو خوا ته ورغی،دا کوټه د ډاکټر کتنځی هم و، درملتون، لابراتوار او دم ځای هم، کوټه يوه وه، خو ده يوې سپينې پردې سره په دوو برخو ويشلې وه، يو خوا ته د ډاکټر او د نارينوو ناروغانو د ناستې ځای او دواګانې په بې ښېښو المارېو کې اېښودل شوې وې او بله خوا مېرمنو ته ځانګړې شوې وه، د کوټې له چته داسې ښکاريدل چې کوم وخت به د پخلنځي کوټه وه، پر وره لګول شوي رڼه پلاستيک د وره چادونه بند کړي وو، د وره ښي لور ته دوه جای نمازه ځوړند وو، خو ډير خيرن ښکاريدل، څو زړې د موټر چوکۍ هم همدې خوا ته ايښې وې، داسې داغ داغ وې لکه د واړه ماشوم جامې، ځای ځای يې سپرينګونه راوتلي وو، سړی په ښه زړه نه شو ورباندې کېناستی. د دروازې چپ لور ته په يوه کونج کې د لرګېو څو تختې د الماريو په ډول لګول شوې وې، په يوه روک کې يې يوه اوسپنيزه کاسه غوندې اېښودل شوې وه، چې څو بياتۍ، امبورونه او غټې غټې ستنې پکې پرتې وې. غټو ستنو زموږ برګه غوا راياد کړه، چې د ځناورو ډاکټر ورته راغی، يوه غټه ستنه يې له دوا ډکه کړه او په غاړه کې يې په داسې انداز وروټومبله تا به ويل چې څپيړه ورکوي. د کاسې تر څنګ په يوه سور پلاستيکي څيز کې چې لس دولس سوري پکې وو ، څو له وينو نيمه ډک سرنجونو سرچپه ايښودل شوي وو، د وينې پر سر له ژیړ رنګه موادو ښکاريدل چې ډير وخت پرې تير شوی دی، په يوه بل روک کې څو ګيلاسه او يو وړوکی د څښاک اوبو ترموز ايښی و، دروازې ته مخامخ ځای يوه ښيښيي شوکېس (ويترين) نيولی و، چې پاسنۍ برخه يې ډاکټر د کاري مېز په توګه کاروله او ننۍ برخه يې له ډول ډول درملو ډکه وه، يو غټ ډبی چې ما ته مخامخ ايښی و، د سرخوږي ګولۍ پکې وې، وخت مې يې وليد، تېر شوی و.
د ډاکټر چوکۍ شاته دوه کونجې المارۍ ډوله تختې د کوټې دواړو کونجونو سره سمې ټکوهل شوې وې، د بوتلونو او ډبېو پر سرونو نری نری ګرد مالوميده، د يوې المارۍ پر سر قران شريف په ګڼو ټوټو کې پوښل شوی ايښی و،خو داسې ښکاريده چې له ايښودلو وروسته چا لاس هم نه دی وروړی.
پر وره ټکوهل شوي پلاستيک شڼ وکړ، دوه برابر ماشومان راننوتل او يو په بل پسې يې د يو ډول ګولېو نوم تکرار کړ، بيستوپان پليکس ګولۍ راکه!
ډاکټر په خندا شو او ورته ويې ويل، چې سم نوم وانه خلئ، ګولۍ مولۍ نه درکوم.هغوی دواړو بيا يو په بل پسې وويل:
بيستوپان پليکس...
ډاکټر بيا وخندل، پېسې يې ترې کش کړې څو ګولۍ يې له پاکټه پرې کړې او ورته ويې ويل:ووايئ چې بسکوپان پلس.ماشومانو ورپسې اوږده کړه بسکو پان پلکس، د ډاکټر له لاسه يې ګولۍ واخيستې او په ترپکو له کوټې ووتل.
له ما اوس هم کله کله سمه خبره ګډه وډه شي، ځکه چې په ماشومتوب کې به مې که په کوم مجلس کې خبرو کولو ته خوله جوړه کړه نو له ډب سره به مې مشر ورور يا پلار راته وويل: چپ شه بې عقله ته نه پوهيږې.
سپين ږيري ډاکټر ته ورغبرګه کړه:
- ډانکتره ما پسې ګرځه، واړه دي، څه پييږي غريبان
- نو ماما ما پيول کنه، خو وتخول
- مياشتې ته پو سار کې داوا کيږي وريسته نه کيږي، اې ما زوای داسې بېت (ډيرخبري) دی، چې سام اې خبرو ګوډی دی ګوډی
- نو دا زوای خدې داسې غلی دسره ويلاړ دی، ته بو يايې چې خولې کې يې ژبه نيشته
سپين ږيري خپل لمسی ځان ته رانږدې کړ او ورته ويې ويل:
- بچيه وته وکه!
هلک سترګې ښکته نېولې وې، خو په داسې ډول ډول ښکنځلو يې خوله پورې کړه، چې تر اوسه مې د چا له خولې نه وې اورېدلې
سپين ږيري او څو نورو کسانو په کټ کټ خندل، خو له ډاکټره لاره ورکه شوه سرنج يې له دوا ډک کړ او له پردې واوښت.
سپين ږيري له جېبه د ګوړې چکۍ راوويسته، لږه ټوټه يې ترې نيمه کړه، د هلک په خوله کې يې ورکېښوده او شاباسی يې ورکړ.
ډاکټر څو شېبې وروسته راووت، بيا يې هماغه ستنه له دوا ډکه کړه او بيرته ورننوت، دريم ځل يې چې بیا همداسې وکړل، نو حېران شوم، چې دا اوس يوه کس ته يوه ستنه څو ځله کاروي، که کوم بل چا ته به يې ورکوي، ډاکټر چې دا ځل راووت نو ستنه يې يوه کاغزي ډبي ته وروغورځوله
سپين ږيري بيا پرې غږ کړ:
نه وه ډانګتره! والله بيا لياره خاټې کيږي، وړکای وړوکای دی، داسې نا چې سار نه يې سر سار ډير شي
ډاکټر ورته په خندا وويل:
ماما بس لږ غونته نور سابر وکه! چې اغه ښځې نه غوخ اوباسم، بیا بې تا کار وکم.
سپين ږيري په مسخره وويل: نه نه ډانکتره! اې ما کار ما کاوه، اغی اې لمسي کار مې وکه!
دې خبرې سره د پردې دواړو خواوو ته خندا خپره شوه
ډاکټر لږ جدي شو، د دوا يو بوتل يې راواخيست،ويې خوځاوه ، پرده يې نيم کله پورته کړه، او ويې ويل:
- اې! ننه ښځې دي، خولې سره لږ پام کاووی!
ما د يو چا له خولې اوريدلي وو، چې تر دې غټ دروغ نه شته، چې دوه ښځې يو ځای ناستې وې، خو هيڅ خبرې يې نه سره کولې.دلته ښځو دا دروغ ريښتیا کړي وو، ځکه چې ټولې غلې ناستې وې، خو د سپين ږيري خبرو ته يې ښه ټينګ غوږ نېولی و.
د ډاکټر وروستۍ خبرې يو څه چوپتيا جوړه کړه، خو سپين ږيري د خپل غاښ يوه بل ملګري ته مخ ورواړاوه او غلي غوندې يې ورنه وپوښتل:
- وړکيه! اغه اې مو کلي نه چې اې تاسې کلي ته ديراغلی دې، اغه ملا صيب! چا وې چې خځه يې مريضه وه، مړه شوه که ژمدې دې؟
- نه نه، مړه نه دې، امليات شوه، زوای يې پيدا شو
- (په خندا) يره! يايي چې ځان ته ټسلې کوي بل ته مسلې، خو وته ويه چې لږ سابر بدې کړی وه، اغه لور يې په خاپوړو تله، ده بيا بل پسې اروځېږولو.
ډاکټر له پردې راواوښت، د وره خوا ته لاړ، له اوسپنيزې کاسې يې امبورونه راوويستل، مالوچ يې راواخيستل، ډيټول يې ورباندې وڅڅول او بيا يې د امبورنو غاښوونه پرې وموښل. خندا راغله، يوه ورځ مې د سړک غاړې يوه نايي ته پام شو، چې يوه پاکي يې څو کسانو ته کاروله او د سر کلی ماشينونه يې له ويښتانو او خيرو ډک وو، پوښتنه مې ترې وکړه، چې دا پاکوې ولې نه؟
نو هغه وويل چې ولې يې نه پاکوم
- په څه شي يې پاکوې؟
- په څه شي يې پاکوم، خو په رېګمال او په صابون يې پاکوم کنه
زموږ کليوال شاتوخان په پيسو مين سړی دی، وايي چې د سړک غاړې نايان کمې پېسې اخلي، ږيره به يې په همدغو نايانو خريله، اوس يې تور زيړی دی
ډاکټر نه پوهيږم له کومه ځایه يو پلاستيکي بالټی راوويست، له خاورو نيم ډک و، په وينو ککړ مالوچ پکې پراته وو، يو دوه غاښونه هم داسې پکې ښکاريدل، لکه په خاوره کې چې تخم وشيندې
ډاکټر هغه بالټی د لاس پر ځای په پښو روان کړ، ورو ورو يې لغتې ورکولې، په لغتو لغتو يې بالټی په پردې ورننويست. زه يې ماشومتوب ته يوړم زموږ د موټر زاړه ټيرونه به مو کوڅې ته راوويست او په لغتو به مو يو خو بل خوا ځغلول، د ځينو خلکو د بوټانو پوندې ژر شکيږي، خو زما به تل له غټې ګوتې سره شکيدلي وو.
ډاکټر لږ وځنډيده، خو څو شېبې وروسته مې ګړب سره بالټی وليد چې له پردې راووت، ډاکټر بالټي ته دريمه لغته نه وه ورکړې، چې له پردې هاخوا يو داسې ښځينه غږ راغی، لکه په خوله کې يې چې ډوډۍ وي، بيا د لاړو توکيدو غږ واوريدل شو او ويې ويل:
ډانکتر صيب! اغه غاښ مې پو مالوچو کې اته باند که، زه يې ځان سره وړم
ډاکټر ورته ښه وکړل مالوچ يې راواخيستل غاښ يې پکې بنداوه، چې يو ماشوم راننوت، ماشوم يو لاس په جېب کې داسې ننويستی و، تا به ويل چې څه يې غلا کړي
خو چې ډاکټر ته ورنږدې شو، نو له جېیه يې په يوه پلاستيکي کڅوړه کې تاو بوتل راوويست.
ډاکټر يو وړوکی بوتل ورکړ او ورته ويې ويل چې باهر لاړ شي او له ورسره بوتله دې هغه مواد (ادرار) په دغه واړه بوتل کې واچوي، بيا دې راوړي چې معاينه يې کړي.
ډاکټر غاښ په مالوچو کې تاو کړ او له پردې واوښت، سپين ږيری لکه چې پوه شوی و، چې ماشوم په خبره نه دی رسيدلی، نو د ډاکټر خبره يې ورته تکرار کړه:
- دا بتال وريچنه (بهر) دسره يوسه، اغه بل بتل کې دې چې کور نه کومې متيازې راوړي دي، دغ بتل ته يې تنه واچاوه!
هلک د سپين ږيري خبره نيمه دننه واوريده او نيمه بهر
لږ ځنډ وروسته چې ماشوم راننوت نو په يوه لاس کې يې هماغه تش بوتل نيولی و، چې ډاکټر ورکړی و او په بل لاس کې يې له کوره د راوړي بوتل سر و، لکه چې مواد يې بهر ترې توی کړي وو.
ډاکټر يو څه ورته غصه شو، بیا يې ورته وويل چې کور ته لاړ شي، او نور مواد راوړي!
د ماشوم له وتو سره سپين ږیري پر ډاکټر غږ کړ:
يره ډنکتر صېب! که خدې مې نه غلتوي نو لکه چې وار مې دی؟
- ( په خندا) او ارڅه! اوس اې تا نه ، اې تا الماسي وار دې
دواړو سره وخندل ، ډاکټر ورته وويل:
- ماما ديرڅه، چې الماسای دته سنات کم
- ما څه کوې ډانکتره، الته بو نوره ښځې وي!
- څا څا! تا څوک څه کوي، سپين ږيری سړای يې
له پردې هاخوا هم ښځو وويل چې هو رادې شي، زموږ د پلار په ځای دی
سپين ږيري د څادر پيڅکه په خوله کې ونيوه او ورننوت. تر پنځو شپږو دقيقو د ماشوم ژړا او د مور زار قربان اوريدل کيده، سپين ږيري همدا ويل چې چپ شه سرکوزيه چپ شه چې سړای شې.
ډاکټر څو ځلې په زوره سپين ږيري ته وويل چې پښې لاسونه يې کلک ونيسي!!چې ماشوم خوږ نه شي
سپين ږيري به په خپل زوی غږ وکړ چې يوه پښه يې هغه ونيسي
ما دا دومره څه ځکه وزغمل چې ورور ته مې له کابله د سترې تبې واکسين راوړی و، پرون مې دی راليږلی و، چې خپله وينه معاينه کړي، که اوس يې ستره تبه نه وي، نو واکسين به ورته وکړم، زه د ورور دې خبرې پرې شکي کړم، چې کله مې يې ورور نه وينه اخيستې وه، نو ډاکټر ورته ويلي وو، چې د سترې تبې معاينه په دوه ډوله کيږي، يوه يې په پنځوس روپۍ ده، چې يوازې همدا اوس په وينه کې د سترې تبې ميکروب مالومولی شي، او بل ډول يې په څلور سوه روپۍ ده، چې يو کال پخواني ميکروب هم مالومولی شي، ځکه مې ورور ته وويل چې په نتيجې پسې يې زه پخپله ورځم، له دې وړاندې مې هم يو ځل واکسين راليږلي وو خو همدغه ډاکټر ورته ويلي وو چې دا ډیر تاواني دي مه يې وهئ، ترې اخيستي يې وو.
له پردې ها خوا شور او ځوږ شو د ماشوم ژړا د مور په ژړا کې ورکه وه، سپین ږيري ډاکټر په مرۍ کې نيولی و، موږ ورغلو چې سره خلاس يې کړو
د ډاکټر له ويرې په ستوني کې خبرې بندې وې
سپين ږيري په مرۍ کې رانيولی و کله به يې لاندېنۍ شونډه په غاښو ټينګه کړه او کله ژبه، ډاکټر ته يې ښکنځلې کولې او ورته ويل يې چې:
تا ته خو ما ووې چې سنات يې که! نو تا خو تنه پرې کو کنه!!!!
( پای )
ليک: نورګل شفق