نورګل شفق
د شفق ژوند
نږدې څلور کاله وړاندې، زما له ژونده زړه بيخي تور شوی و. کابل کې نوی وم. کوم ملګری مې په څنګ کې نه و، چې ورسره مې د زړه خواله کړې وای.نه پوهيږم ولې مې داسې ليونتوب وکړ، خو په دغه ليونتوب کې يو عجيبه سړيتوب راته ښکاره شو، چې په يوه ليک کې مې خدای پاک ته خپلې ټولې ستونزې،غمونه او هيلې بيان کړې، بیا مې يو قران شريف هديه کړ، جومات ته لاړم، ياسين شريف مې څو ځلې ولوست . او هاغه ليک مې د ياسين شريف سورت کې کيښود، زړه مې يو عجيبه سکون احساس کړ... وروسته خدای پاک زما تر غوښتونو ډیر څه راکړل، خو په ژوند کې مې هغه خوند پاتې نه شو، کوم چې مې د غمونو او دردونو په وخت کې درلود...
نورګل شفق د پاړه چنار کرم ايجنسۍ په لنډيوان سیمه کې نړۍ ته راغلی دی. کورنۍ یی هلته د مهاجرت ژوند تيراوه، په کورنۍ کې یې لوستي کسان نه وو، ځکه يې د زيږیدنې نيټه نه ده ليکل شوې؛ خو د ده د ښوونځي له اسنادو څرګنديږي چې سږ کال (۱۳۸۹) دوه ويشت کلن شوی دی.
(( لنډيوان يوه غرنۍ سيمه وه، ښوونځی يې نه درلوده، پلار مې غوښتل چې درس ووایم، نو ځکه پاړاچنار ته راکډه شوو،. هغه مهال مې د کورنۍ اقتصاد ځواکمن و، پلار مې په يوه قيمتي ښوونځي کې شامل کړم . د لومړي کال په ازموينه کې څلورم نمره شوم، ډير مې وژړل،خو په ۱۹۹۲ کال کې ياني په دوهم کال اول نمره شوم ))
نورګل شفق د وينا کولو په هنر کې هم په همدې کال دوهمه جايزه وګټله. بیا به نو هر ټولګي ته د بزم ادب ساعت کې غوښتل کيده او زده کوونکو ته به یې وينا کوله.
خپلوانو به هم ورته ويل چې ډیرې خوږې خبرې کوې. په ديني مجلسونو کې به يې نعتونه ويل، د ښوونځي مجلسونو ته به يې ملي سندرې ليکلې، ويلې او طرز به یې ورته جوړاوه.
« ډېرشوخ او کنجکاوه ماشوم وم. پلار به مې چې کوم د لوبو موټر او يا هم کوم بل څه راته واخيستل ما به له کارولو وړاندې پرزه پرزه کړ. هغه د چا خبره ښه استازکاري به مې پکې وکړه بیا به مې بیرته جوړکړ او لوبې به مې ورسره کولې».
په ماشومتوب کې به یې ځيني منظومې جملې په اردو ژبه ليکلې ، ځکه چې په يوه پاکستاني ښوونځي کې يې زده کړه په اردو او انګريزي ژبه کوله او په خپله مورنۍ (پښتو) ژبه له ليک لوست څخه لرې و،خو د ګڼ شمير پښتو ناولونو لوستلو سره يې په پښتو ژبه ليک او لوست زده کړ.
(( په ژوند کې مې ډير څه بې له کوم ښوونکي زده کړي، لکه خطاطي،انځورګري، ډرايوري، شپيلۍ وهل او رباب غږول ))
نورګل شفق د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو سيمې اوسيدونکی دی، د دوی په سيمه کې يو ډیر ګڼ ځنګل دی چې «منډايیر» نوميږي.
« زموږ خلکو هغه ځنګل د هجرت په وختونو کې لوټ کړ. زما پلار هم د چارتراشو لوی تجارت درلود. که څه هم سخي سړی وو،خو ښايي د هماغه شنو ونو ازار به و، چې بیا د پولی ټک ته کيناستو ))
يوه خاطره کې وايي چې:
(( يوه ورځ مې پلار په همدې ځنګل کې يوه وچه او ډډه ونه ووهله. ونه ګړيدله، ګړيدله چې يوه زلمکي جلغوزي راونيوه. پلار مې د وچې ونې په وهلو ستړی شوی و، ځکه يې ما ته تبر لاس کې راکړ چې ويې وهم. ما ورته وویل چې و الله که ټک هم ورباندې وکړم- دا خو شين دی. پلار مې هماغه تبر راپسې واخيست، تر لرې يې منډې راپسې ووهلې او بیا رانه ستون شو، خو چې کله مې پلار هغه شين جلغوزی وواهه، ډیر مې ورته وژړل».
شفق په ۲۰۰۵ کال له خپلې کورنۍ سره يو ځای د افغانستان پر پوله راواوښت، نو له موټره کښته شو، د هيواد خاورې يې په موټي کې راواخيستې، په زړه پورې يې ونيولې او ښکل يې کړې:
(( د پولې افغانو ساتوونکو راليدل، ما غوښتل چې هلته يو څو عکسونه واخلم، پوځيانو په ډيره مينه اجازه راکړه، پلرني کلي سره نږدې د يوه کور پر بام يوه سړي کار کاوه. ما ورباندې نارې کړې، چې ماما موږ هم درته راغلو. هغه وویل چې ډیر ښه مو وکړل؛ په خير راغلئ؛ ښه ده چې هيواد مو ګل ګلزار شي. بس د هغه سړي خبرې او د هغه ساتوونکو چلند مې اوس هم په فکر کې انګازې کوي. ))
کله چی څلور کال مخکی کابل ته راغی، نو ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. خو همت یې له لاسه ور نه کړ:
« د 2009 کال په لومړيو کې په کار بوخت وم، رنګمالي مې کوله، يوې راډيو زه په يوه ادبي خپرونه کې ميلمه کړی وم، . ما به د کار په وخت راډيو په دې موخه اوريدله، چې که چيرې د کار کومه خبرتيا پکې خپره شي،نو زه به ورشم. ناڅاپه يوه سندريزه خبرتيا خپره شوه. د رباب ترنګهم ورسره و، او يوه وياند په خوږه غږ ويل چې دا اوونۍ „د لونګو اميل خپرونه“ کې ځوان شاعر نورګل شفق راسره ميلمه دی، چې دا مې واوريدل، غونی مې ځيږ شو. له خوښۍ ژړا راغله. ما ويل ځيني خلک به وايي چې دا شفق به څنګه انسان وي، څه به کوي،ښايي دوی به په خپل خيال کې ډير لوی سړی انځور کړی وم، خو دوی خبر نه دي چې زه رنګمالي کوم او اوس هم په يخنۍ کې لګيا يم کار کوم، کالي، مخ او لاسونه مې په رنګ لړلي دي...»
په 2008 کال کې يې په يوه مشاعره کې لومړۍ جايزه وګټله، چې هماغه ورځ ورنه د رسنيو يوې ادارې د کار غوښتنه هم وکړه .
(( بس له هماغې ورځې نو بیا کارونو منډې راپسې وهلې،داسې وخت هم راغی چې په يو وخت مې څلور ځایه کار کاوه. ))
شفق يو څه کار د ماشومانو په برخه کې کړی، ( سهار په خير افغانستان ) راډيو سره يې يو کال د ماشومانو په خپرونو کې کار وکړ، اوس «سلام وطنداره راډيو» سره د ماشومانو د خپرونو پروډيوسر او د ډرامو ليکوال دی. افغانستان سره د مطبوعاتي ملاتړ ادارې ( M S P A ) سره د ځوانانو د خپرونو پروډيوسر هم دی:
(( خپل ماشومتوب سره مينه لرم او خوښيږي مې، نو ځکه مې ماشومان خوښيږي او کار ورته کوم.))
شفق، برسیره پر رسمی بوختیاوو، د خپل رواني حالت او د موضوع په اقتضا کله کیسه لیکي، کله ډرامه او کله هم شعر. له انګريزۍ ژبې څخه یې هم د ماشومانو له پاره يو کتابګوټی چې «د جان ګل شينو» نوميږي ژباړلی، چې د مصور بنسټ له خوا چاپ شوی دی. «بارانونه» یې د شعرونو ټولګه ده چې چاپ ته چمتو ده. «عقل مير ماما» یې د ماشومانو له پاره د راډيويي ډرامو ټولګه ده، چی تر اوسه نه ده چاپ شوې.
« له ډیرو کلونو راپه دې خوا د خپل ژوند خاطرات ليکم. حتی خوبونه مې هم ليکم. انځورګري او خطاطي کوم. زياتره په تير وخت کې اوسيږم. کله چې يوازې شم نو شپيلۍ او رباب د ځان ملګري کړم. حساس سړی یم- د درد په حالاتو کې مې د سترګو پر ځای زړه ژاړي».
نورګل شفق «د افغان ادبي بهير» غړی دی. « دغه بهیر په ادبي برخه کې خورا فعال دی- داسې چې هان زموږ ملګري چې د کابل پوهنتون د ادبياتو څانګې زده کوونکي دي، وایي هغه څه چې په پوهنتون کې نه شي زده کولی دلته یی زده کوي.. خو د بهير لخوا چا ته ډيپلوم نه ورکول کيږي، ځکه غواړم چې په نږدې راتلوونکي کې د ادبياتو او ژورناليزم دواړو برخو کې رسمي زده کړې وکړم».
نورګل شفق ډويچه ويلې- د آلمان غږ راډیو- ته د ځوانانو له پاره د «شعر سيالۍ») په نوم يو لس برخه ییز سريال هم ليکلی دی.
عملیان (پوډریان) انسانان ندي!؟
عملیان انسانان ندي!؟ انسان چې ځوان وي، وينه یې توده وي، د وجود پوستکی یې تازه وي، حوصله او د زړه زور یې ډیر وي، خو څو څو چې یې عمر ډیریږي، وینه یې سړيږي، پوستکی یې سپیره کیږي، حوصله یې کمیږي او د زړه زور یې ویلی کیږي. د کابل سيند اوس د یوه عمرخوړلي انسان په څېر خپل زور له لاسه ورکړی، په رګونو کې یې اوبه وچې شوي دي، خو په خپل ځان کې یې د خځلو او اسمان څکالو تر څنګ عملیانو (په پوډرو روږدو کسانو) ته هم لکه د مرغیو ځالې ځای ورکړی. خو کله کله دا وچ سيند لکه زموږ ځ
هر کاره ډاکټر / نورګل شفق
هر کاره ډاکټر ډانکتر صيب! ډير اې لرې نه راغلي يو، دا وړکی اته سونات که! بیا ساړه کيږي! ډاکټر يو څو شيبې سپينږيري ته وليدل او بیا يې هغه هلک وڅاره چې سپين ږيري لاس په سر ورايښی و. - تاسې عجيبه خلک
نوی غزل/ نورګل شفق
خاموشي رانه چاپيره ده واللهشوره! نوره رانه تېره ده واللهزندګي به څومره لږه وه چې وې به... اوس
غزل
له ځانه مخکې مې په خدای تا ته دعا کړې دهتا ته مې مخ کړی دی، خپل ځان ته مې شاه کړې ده تا به زما د یادولو ګناه نه وي کړي خو دغه چاره د ثواب په ژوند کې ما کړې ده نن به راځې،نن به باران او سيلۍ دواړه راځي نن مې دې زړه څه عجبيه غوندې درزا کړې ده
خدای پاک ته ليک/ نورګل شفق
څو کاله پخوا له ژونده مرور شوی وم، غمونه ډیر وو، خو د زړه خوالې لپاره مې څوک نه لرل، يو خدای و او يو زه، ځکه مې نو خدای پاک ته درې مخه يو ليک وليکه، زړه مې ټول په هغه لیک کې ورته کيښود، ښار کې مې يو قران شريف هديه کړ، پل خشتي جومات ته لاړم،ياسين شريف مې څو ځلې ولوست،وايي چې ياسين د قران زړه دی، د هغه زړه په منځ کې مې ليک ورته کېښود، څو رکعت
وخته راوګرځه دنیا راوړه
وخته راوګرځه دنیا راوړهما ته مې بېرته خپله ساه راوړهزما له وجوده دې زه وړی يمههله ما راوړه، هله ما راوړه ما نه د سترګو رڼا چا يوړه؟ ما ته د سترګو رڼا چا راوړه؟
زما ملګري ته
څنګه کړم بدله د زړګي دنیاغوښه یم خو کاڼی به مې کړي دنیا زړه مې لکه موم شي رانه وڅاڅيڅوک چې د يو چا له نړۍ وړي دنیا سترګو ته مې چل د ژړا نه ورځي زړه دی چې دننه ژړوي دنیا ته چې وې نو روغه جوړه وي دنیا ته چې نه یې، ړنګه بنګه وي دنیا &nbs
نوی نظم (اې!)
لمره ژر راوخیږه، بې سيوري يم نه د سپوږمۍ خپل او نه د ستوري يم سترګې مې په خپل ځان پسې اړوم وړی داسې لارې داسې لوري يم سترګې د ډېوې مې ورکې کړي دي خپلې دوه لېمې مې ورکې کړي دي اې! دې وخت ته ووایﺉ چې څه دې کړې اې! هغه شیبې
نوی غزل
څه کاڼو حالاتو کاڼی کړی دی څه مې زړه
نظم
راليږونکی : فريداحمدتسکین سرليک: نظم نېټه: 11.05.2011 05:49 جنابه نوم دې پر رمزونو ليکمیارمې يې ځکه دې په زړه کې ساتمله ځانه زه ډېرغټ انځورګرجوړومنوم به دې دومره په هنرجوړوم دګل تنکۍ لښته به تاو راتاو کړم ترې جوړوم اسم اعظم توریداستا د نوم دا محترم توری راوړم زموږ دګلدرې ګلونه دسيدکرم دغوجرې ګلونهپه يوه توري پسې درې ګلونه اوس دې هرتوری پرګلونو ليکم جنابه نوم دې پر رمزونو ليکم بي
ستوري او ډېوې
ستوري او ډيوې زما د ګران هيواد دا ګرانه خاوره چې وريدل به پرې د اور بڅري چې په راغو کې يې باروت
غزل: لاره مې مه نيسه حباب يمه ...
غزل &nb
د څو ملګرو ليکونه!
راليږونکی : اسلم دانشمل سرليک: سلام ګرانه خوښ شوم چی دباران په نوم دغه وبلاک ګورم * * * راليږونکی : مشعل (هندوستان)سرليک: salamoona sahiba... نېټه: 21.04.2011 14:00 salamoona...grana sanga yee... da zwand la sanga tayrai gee... granasta dagha zwand leek m
نوی غزل
دغه د مرګ وږی چې د ژوند په خوږو موړ شي تا سره به جوړ شي ګله! ما سره به جوړ شي بیا به خوشالۍ د بړبک
د ډايرۍ پاڼه
د ډايرۍ پاڼه *ډايري ( د خاطراتو کتابچې )
نظم: (ماتې حوصلې)
ماتې حوصلې به مې راټولې کړم ټولې ارادې به مې راټولې کړم ورکه سپوږمۍ بېرته به پېدا کړمه ټول مرور ستوري به په خولا کړمه مړو ډېوو ته وينې به د زړه ورکړم شپو ته به د سرو زرو اوبه ورکړم هيلو ته به خپله اوږې ورکړمه
د شرنګ وېبپاڼې له نورګل شفق سره ادبي مرکه
د شرنګ ويبپاڼې له نورګل شفق سره ادبي مرکه مرکه کوونکی: همت الله امین زی شرنګ : شفق صيب،سلامونه اومينه اوكه له نوروخبروتېرشواونېغ په نېغه دپوښتنولورته مخه كړو،نوزه خوموپېژنم که له شرنګ سره پېژندګلوي وکړئ؟ شفق: مننه امين زى صيب، نوم مې نورګل دى او شفق تخلص كوم. بس دکايناتو مالک ددنيا پروجود لورولى يم اويومسلمان پښتون يې پيدا کړى يم. شرنګ : بېشكه
هېندارې
کسو کې مې شوي ګلان وګوره پورته شه شين سترګى اسمان وګوره ډير په دې هيندارو باور مه کوه راشه زما سترګو کې ځان وګوره × × × زه
غزل (لاره نه وه...)
لاره نه وه، لاره نه وه، لاره نه وه لاره وه، خو بس زما له پاره نه وه
سبق
نوي نه شوو د پخوا غوندې زاړه يو وږي تږي يوو،خو وايو چې ماړه يو روان ستوري پسې وروستو وروستو درومو څومره ستر يو، څومره فکر کې واړه يو دې بې سره کړو مو ژوند راته تريخ کړی دا بې لارې ژوند مو ولې په لار نه شو ارواګانې مو د بدو واک ته پريښي دا وجود مو ولې ښو ته اوزګار نه شو؟