ماتې حوصلې به مې راټولې  کړم

ټولې ارادې به مې راټولې کړم

ورکه سپوږمۍ بېرته به پېدا کړمه

ټول مرور ستوري به په خولا کړمه

مړو ډېوو ته وينې به د زړه ورکړم

شپو ته به د سرو زرو اوبه ورکړم

هيلو ته به خپله اوږې ورکړمه

پښو ته به راټيټ سمه او غر کړمه

ژوندبه مې له هرې پېښې خوند واخلي

مات زړه به مې خپله بيا پيوند واخلي

لاس کې به د لمر رڼا راونيسم

غيږه کې به دا دنيا راونيسم

ټوله دنياګۍ به مې ملګرې شي

ديو او  ښاپيرۍ به مې ملګرې شي

بيا به په سندرو کې ياديږمه

زه به هم خبرو کې ياديږمه

ګوره ډيرو زړونو کې اوسيږم به

خير دی که غورځيږم پورته کيږم به

بيا به يو څوک ما ته هم دعا کوي

ما به غواړي ما ته به سودا کوي

ما به په ازغيو مزل کړی وي

ژوند به مې په خپله بدل کړی وي

 

 10 لړم 1388
کابل اوانما پروډکشن ( د سهار په خير افغانستا راډيو دفتر)