د ډايرۍ پاڼه                 *ډايري ( د خاطراتو کتابچې )

 

ګرانې مودې وشوې چې نه ښکاريږې

ګډ وډ انځور دې لاپه زړه کې ساتم

هڅه کوم چې بيخي هيره دې کړم

نوره دې اوباسم له ياده ګرانې

هغه څو نخښې دې هم وسوځوم

هغه دسمال چې يې په منځ کې يو  زړګى رسم و

ستاسو د ړنګې کنډوالې په کوم يو چاود کې کيږدم

هغه زمونږه د غوزانو ونه

چې تا وهلې دنداسه وه ترينه،

زما او ستا د نوم د سر توري

اوس هم هماغسې ليکلي ګرانې،

خو څو نري نري چاودونه لري.

له هر يو چاود څخه د سپينو کنډو څاڅکي څاڅي

ښايي زما زړه به هم دغسې چاودونه لري

د سپنو کنډو پر ځاى سرې وينې به څاڅي ترينه

ډير ژر به هغه ستا ليکلي توري ونړيږي

خو زما زړه خو ستا له نومه جوړ  دى

څنګه به ونړيږي؟

چې نړوم يې زما ځان نړيږي

نو اخر څنګه دې زه هيره کړمه؟

څنګه دې اوباسم له ياده ګرانې؟

نن مې ډايري وه د تير کال راخيستې

تېرې شېبې مې په زړګي ورېدې

د ډايرۍ پاڼې اوړېدې راوړېدې

هماغه پاڼه د سپرلي خلاصه شوه ،

چې تا غاښو ته دنداسه کوله ،

زما او ستا د نوم د سر تورو دې،

ګوتې تڼاکې کړې خو ودې ليکل،

نن سبا دلته د خزان موسم دى ،

خو زما مخ ته پسرلي ايښي دي

په دغه پاڼه کې چې تا ايښي وو،

اوس هم هماغه کشمالي ايښي دي.

                                                                 ٢ مرغومي ١٣٨٦