نورګل شفق

Profile Photo

د شفق ژوند

نږدې څلور کاله وړاندې، زما له ژونده زړه بيخي تور شوی و. کابل کې نوی وم. کوم ملګری مې په څنګ کې نه و، چې ورسره مې د زړه خواله کړې وای.نه پوهيږم ولې مې داسې ليونتوب وکړ، خو په دغه ليونتوب کې يو عجيبه سړيتوب راته ښکاره شو، چې په يوه ليک کې مې خدای پاک ته خپلې ټولې ستونزې،غمونه او هيلې بيان کړې، بیا مې يو قران شريف هديه کړ، جومات ته لاړم، ياسين شريف مې څو ځلې ولوست . او هاغه ليک مې د ياسين شريف سورت کې کيښود، زړه مې يو عجيبه سکون احساس کړ... وروسته خدای پاک زما تر غوښتونو ډیر څه راکړل، خو په ژوند کې مې هغه خوند پاتې نه شو، کوم چې مې د غمونو او دردونو په وخت کې درلود...

نورګل شفق د پاړه چنار کرم ايجنسۍ په لنډيوان سیمه کې نړۍ ته راغلی دی. کورنۍ یی هلته د مهاجرت ژوند تيراوه، په کورنۍ کې یې لوستي کسان نه وو، ځکه يې د زيږیدنې نيټه نه ده ليکل شوې؛ خو د ده د ښوونځي له اسنادو څرګنديږي چې سږ کال (۱۳۸۹) دوه ويشت کلن شوی دی.
(( لنډيوان يوه غرنۍ سيمه وه، ښوونځی يې نه درلوده، پلار مې غوښتل چې درس ووایم، نو ځکه پاړاچنار ته راکډه شوو،. هغه مهال مې د کورنۍ اقتصاد ځواکمن و، پلار مې په يوه قيمتي ښوونځي کې شامل کړم . د لومړي کال په ازموينه کې څلورم نمره شوم، ډير مې وژړل،خو په ۱۹۹۲ کال کې ياني په دوهم کال اول نمره شوم ))
نورګل شفق د وينا کولو په هنر کې هم په همدې کال دوهمه جايزه وګټله. بیا به نو هر ټولګي ته د بزم ادب ساعت کې غوښتل کيده او زده کوونکو ته به یې وينا کوله.
خپلوانو به هم ورته ويل چې ډیرې خوږې خبرې کوې. په ديني مجلسونو کې به يې نعتونه ويل، د ښوونځي مجلسونو ته به يې ملي سندرې ليکلې، ويلې او طرز به یې ورته جوړاوه.
« ډېرشوخ او کنجکاوه ماشوم وم. پلار به مې چې کوم د لوبو موټر او يا هم کوم بل څه راته واخيستل ما به له کارولو وړاندې پرزه پرزه کړ. هغه د چا خبره ښه استازکاري به مې پکې وکړه بیا به مې بیرته جوړکړ او لوبې به مې ورسره کولې».
په ماشومتوب کې به یې ځيني منظومې جملې په اردو ژبه ليکلې ، ځکه چې په يوه پاکستاني ښوونځي کې يې زده کړه په اردو او انګريزي ژبه کوله او په خپله مورنۍ (پښتو) ژبه له ليک لوست څخه لرې و،خو د ګڼ شمير پښتو ناولونو لوستلو سره يې په پښتو ژبه ليک او لوست زده کړ.
(( په ژوند کې مې ډير څه بې له کوم ښوونکي زده کړي، لکه خطاطي،انځورګري، ډرايوري، شپيلۍ وهل او رباب غږول ))

نورګل شفق د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو سيمې اوسيدونکی دی، د دوی په سيمه کې يو ډیر ګڼ ځنګل دی چې «منډايیر» نوميږي.
« زموږ خلکو هغه ځنګل د هجرت په وختونو کې لوټ کړ. زما پلار هم د چارتراشو لوی تجارت درلود. که څه هم سخي سړی وو،خو ښايي د هماغه شنو ونو ازار به و، چې بیا د پولی ټک ته کيناستو ))
يوه خاطره کې وايي چې:
(( يوه ورځ مې پلار په همدې ځنګل کې يوه وچه او ډډه ونه ووهله. ونه ګړيدله، ګړيدله چې يوه زلمکي جلغوزي راونيوه. پلار مې د وچې ونې په وهلو ستړی شوی و، ځکه يې ما ته تبر لاس کې راکړ چې ويې وهم. ما ورته وویل چې و الله که ټک هم ورباندې وکړم- دا خو شين دی. پلار مې هماغه تبر راپسې واخيست، تر لرې يې منډې راپسې ووهلې او بیا رانه ستون شو، خو چې کله مې پلار هغه شين جلغوزی وواهه، ډیر مې ورته وژړل».

شفق په ۲۰۰۵ کال له خپلې کورنۍ سره يو ځای د افغانستان پر پوله راواوښت، نو له موټره کښته شو، د هيواد خاورې يې په موټي کې راواخيستې، په زړه پورې يې ونيولې او ښکل يې کړې:
(( د پولې افغانو ساتوونکو راليدل، ما غوښتل چې هلته يو څو عکسونه واخلم، پوځيانو په ډيره مينه اجازه راکړه، پلرني کلي سره نږدې د يوه کور پر بام يوه سړي کار کاوه. ما ورباندې نارې کړې، چې ماما موږ هم درته راغلو. هغه وویل چې ډیر ښه مو وکړل؛ په خير راغلئ؛ ښه ده چې هيواد مو ګل ګلزار شي. بس د هغه سړي خبرې او د هغه ساتوونکو چلند مې اوس هم په فکر کې انګازې کوي. ))

کله چی څلور کال مخکی کابل ته راغی، نو ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. خو همت یې له لاسه ور نه کړ:
« د 2009 کال په لومړيو کې په کار بوخت وم، رنګمالي مې کوله، يوې راډيو زه په يوه ادبي خپرونه کې ميلمه کړی وم، . ما به د کار په وخت راډيو په دې موخه اوريدله، چې که چيرې د کار کومه خبرتيا پکې خپره شي،نو زه به ورشم. ناڅاپه يوه سندريزه خبرتيا خپره شوه. د رباب ترنګهم ورسره و، او يوه وياند په خوږه غږ ويل چې دا اوونۍ „د لونګو اميل خپرونه“ کې ځوان شاعر نورګل شفق راسره ميلمه دی، چې دا مې واوريدل، غونی مې ځيږ شو. له خوښۍ ژړا راغله. ما ويل ځيني خلک به وايي چې دا شفق به څنګه انسان وي، څه به کوي،ښايي دوی به په خپل خيال کې ډير لوی سړی انځور کړی وم، خو دوی خبر نه دي چې زه رنګمالي کوم او اوس هم په يخنۍ کې لګيا يم کار کوم، کالي، مخ او لاسونه مې په رنګ لړلي دي...»
په 2008 کال کې يې په يوه مشاعره کې لومړۍ جايزه وګټله، چې هماغه ورځ ورنه د رسنيو يوې ادارې د کار غوښتنه هم وکړه .
(( بس له هماغې ورځې نو بیا کارونو منډې راپسې وهلې،داسې وخت هم راغی چې په يو وخت مې څلور ځایه کار کاوه. ))

شفق يو څه کار د ماشومانو په برخه کې کړی، ( سهار په خير افغانستان ) راډيو سره يې يو کال د ماشومانو په خپرونو کې کار وکړ، اوس «سلام وطنداره راډيو» سره د ماشومانو د خپرونو پروډيوسر او د ډرامو ليکوال دی. افغانستان سره د مطبوعاتي ملاتړ ادارې ( M S P A ) سره د ځوانانو د خپرونو پروډيوسر هم دی:
(( خپل ماشومتوب سره مينه لرم او خوښيږي مې، نو ځکه مې ماشومان خوښيږي او کار ورته کوم.))

شفق، برسیره پر رسمی بوختیاوو، د خپل رواني حالت او د موضوع په اقتضا کله کیسه لیکي، کله ډرامه او کله هم شعر. له انګريزۍ ژبې څخه یې هم د ماشومانو له پاره يو کتابګوټی چې «د جان ګل شينو» نوميږي ژباړلی، چې د مصور بنسټ له خوا چاپ شوی دی. «بارانونه» یې د شعرونو ټولګه ده چې چاپ ته چمتو ده. «عقل مير ماما» یې د ماشومانو له پاره د راډيويي ډرامو ټولګه ده، چی تر اوسه نه ده چاپ شوې.
« له ډیرو کلونو راپه دې خوا د خپل ژوند خاطرات ليکم. حتی خوبونه مې هم ليکم. انځورګري او خطاطي کوم. زياتره په تير وخت کې اوسيږم. کله چې يوازې شم نو شپيلۍ او رباب د ځان ملګري کړم. حساس سړی یم- د درد په حالاتو کې مې د سترګو پر ځای زړه ژاړي».
نورګل شفق «د افغان ادبي بهير» غړی دی. « دغه بهیر په ادبي برخه کې خورا فعال دی- داسې چې هان زموږ ملګري چې د کابل پوهنتون د ادبياتو څانګې زده کوونکي دي، وایي هغه څه چې په پوهنتون کې نه شي زده کولی دلته یی زده کوي.. خو د بهير لخوا چا ته ډيپلوم نه ورکول کيږي، ځکه غواړم چې په نږدې راتلوونکي کې د ادبياتو او ژورناليزم دواړو برخو کې رسمي زده کړې وکړم».
نورګل شفق ډويچه ويلې- د آلمان غږ راډیو- ته د ځوانانو له پاره د «شعر سيالۍ») په نوم يو لس برخه ییز سريال هم ليکلی دی.

ستا ليک راغلی اشنا


د څو ملګرو ليکونه!

راليږونکی : اسلم دانشمل سرليک: سلام ګرانه خوښ شوم چی دباران په نوم دغه وبلاک ګورم *  *  * راليږونکی : مشعل (هندوستان)سرليک: salamoona sahiba... نېټه: 21.04.2011 14:00 salamoona...grana sanga yee... da zwand la sanga tayrai gee... granasta dagha zwand leek m

02.05.2011 نورګل شفق

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more