غزل

 

لاره مې مه نيسه حباب يمه زاره مې چوي

لکه شبنم لکه سيماب يمه زاره مې چوي

 

پاس د جومات له مينارې يم تر چينې راغلى

 کټ مټ د غڼې يو تناب يمه زاره مې چوي

 

لکه هير شوى ځواب يا لکه مخښلی انځور

يالکه ورک شوى کتاب  يمه زاره مې چوي

 

 بس ما له لرې ګوره ګرانې ګني ورک به مې کړې

څنګ ته مې مه راځه سراب يمه زاره مې چوي

 

که د زړه کاڼى دې راواړوې پيدا به مې کړې

ګني په ورکو کې حساب يمه زاره مې چوي

 

ګرانې شفق يم اخر پرې به وځم د ستا له پيڅکې

راغلی ډېر په پېچ و تاب يمه زاره مې چوي

۱۳۸۶ کابل