ستوري او ډيوې

 

زما د ګران هيواد دا ګرانه خاوره

چې وريدل به پرې د اور بڅري

چې په راغو کې يې باروت راشنه ول

د هغو شنو غرونو له ونو نه به

د پردو ناوو ته ډولۍ جوړېدې

زما د هر ماشوم معصومو لاسو

به د قلم پر ځاى ټوپک راواخيست

زما د پيغلې ملالۍ خور به هم

د نورو ور ته ټيکرى وغوړاوه،

خو نن زما پر دغې ګرانې خاورې

وريږي پرخه د غمي په بڼه

چې په هر څاڅکي کې يې هيلې ووسي

له هرې هيلې به غاټول راشنه شي

ځکه چې اوس زما د ښکلي هيواد

هر يو ماشوم سپوږمۍ په خوب کې ويني

هم سپينو ستورو سره لوبې کوي

اوس له ټوپکه ځنې کرکه کوي

نه د چا سر غواړي نه وينه غواړي

د قلم ژبه زما له هر وګړي

د زړه کتاب او د زړه مينه غواړي

د بد مرغۍ د بلا مړينه غواړي

اوس څوک د سر لاندې ټوپک نه ساتي

 اوس د بالښت ځاى کتابو نيولى

اوس يې کتاب تر ټولو ښه ملګرى

کله کتاب د ده پر مخ پروت وي

کله اوس دى پر کتاب پروت ويده شي

که خداى کول هغه ورځ لرې نه ده

چې هغه لرې منزلونه به ټول

زمونږ پر پښو باندې سرونه کيږدي

اوس هره لور به ددې ګرانې خاورې

د علم پوهې په ګاڼه سمبال شي

سپينه سپوږمۍ به د هنر په لاسو

په خپل ټټر پورې راونښلوي

د شنه اسمان له سپينو ستورو نه به

 د خپلې پوهې پيڅکه ډکه راوړي

د خپل ملي لباس په څېر بيرغ به

د لوړو غرو پر څوکو لوړ وټومبي

هر يو زلمى د دې پتمنې خاورې

به د سواد شمله له سر وتړي

بيا اسمانونه به يې پښې ښکلوي

پر سپينو وريځو به زمونږ پر پلونو

بيا خلک ځان تر منزل ورسوي

تر ټولو لوړ به د اسمان پر شنه زړه

نامه د لوى افغانستان وليکو

ستوري به راوړو د قلم په څوکه

سپينه سپوږمۍ به په کتاب کې ساتو

تيروتې لارې به بدلې کړو مونږ

مړې ډيوه ګۍ به بيرته بلې کړو مونږ

د ټوپک ميل نه به شپيلۍ جوړه کړو

ستوري راکوز به ډلې ډلې کړو مونږ

دچا ټيکري به په ګلونو ډک شي

دچا به ستوري پر ټټر وناڅي

بيا به د لوى افغانستان ليدو ته

دا لوی او سپين وجود دلمر وناڅي

 

1387 اماني ليسه کابل ، د سترلوست کمپاين مشاعره