راليږونکی : فريداحمدتسکین


سرليک: نظم

نېټه: 11.05.2011 05:49


جنابه نوم دې پر رمزونو ليکم
یارمې يې ځکه دې په زړه کې ساتم
له ځانه زه ډېرغټ انځورګرجوړوم
نوم به دې دومره په هنرجوړوم
دګل تنکۍ لښته به تاو راتاو کړم
ترې جوړوم اسم اعظم توری
داستا د نوم دا محترم توری
راوړم زموږ دګلدرې ګلونه
دسيدکرم دغوجرې ګلونه
په يوه توري پسې درې ګلونه
اوس دې هرتوری پرګلونو ليکم
جنابه نوم دې پر رمزونو ليکم
بيا دې په یو اصلي ګلاب نمانځم
چې مرورشې رانه کله اشنا
پنځوس به رنګ په رنګ ګلان راوړم
نوم پرې ليکم پخلا کوم دې اشنا
ډېرتکليفونه به پرځان راوړم
دښاپېريو سره تاربه لرې
تور تور دېوان دې په قافیه کې راځي
واه واه جانان دې په قافيه کې راځي


رفيق مهران / پکتیا