څه کاڼو حالاتو کاڼی کړی دی

څه مې زړه په کاڼو پسې وړی دی

 

څنګه به مې سيوری رانه واړوي

لمر لکه د ستړي سړي ستړی دی

 

وخته به مې لرې و، خو مړ به شم

زړه هم نو زما د وجود غړی دی

 

تا وینم چې سترګې د مار ووينم

سترګو کې یې ستا د سترګو زړی دی

 

کرښې مې بدلې د ورغوي کړې

لاس کې مې نېولی د بخت پړی دی

 

رنګ يې د شفق ګډ په نکريزو دی

ژوند ته مې چا داسې رنګ راوړی دی


۲۸ غويی ۱۳۹۰ (۱۸ مئ ۲۰۱۱) MSPA  د فتح خان کلا