کسو کې مې شوي ګلان وګوره

پورته شه شين سترګى اسمان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 ×  ×  ×

زه به دې مارينې سترګې وستايم

ستا ولاړه ونه به روانه کړم

ته چې په زرکين قدم روانه شې

ځان ته به دې خداى ګو چې حيرانه کړم

څاڅکي څاڅکي حسن به دې ونغاړم

يو ځل خو مې ستوى جهان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 ×  ×  ×

 

ژوند ته به دې نوی رنګ ورواغوندم

ټولې ښکلاګانې به مختورې شي

ستا د تورو سترګو په حيا کې به

پټې دا بربنډې سترګې نورې شي

ستا ليمو کې سل صحيفې ځي راځي

زما ليمو کې خپله ايمان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 ×  ×  ×

څنګ کې به دې ډيرې سپوږمۍ سترې شي

ستوري به پرې دنګه رڼا وبايلي

هره اينه به دې دوښمنه شي

مخ به دې دا غرونه ښکلا و بايلي

تا ته به درياده تللې مينه کړي

دا د ژوند سړی مې روان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 ×  ×  ×

ژر شه شفق لويږي ستا د زړه له غره

غبرګې ډيوې پټې کړه ما وغواړه

دواړه ليمې ډکې کړه ما وغواړه

سترګې لپې لپې کړه ما وغواړه

ماته چې هېنداره شي ځان نه نيسي

مخ ته دې شيندلی انسان وګوره

ډير په دې هيندارو باور مه کوه

راشه زما سترګو کې ځان وګوره