لاره نه وه، لاره نه وه، لاره نه وه

لاره وه، خو بس زما له پاره نه وه

 

وخت و زړه مې و ويشلی، زړه مې نه و

وخت و  مينې نه مې بله چاره نه وه

 

زه وم،ژوند و،خوند و درې واړه يو شان وو

موږ خواږه وو، موږه ښکلي وو،نادان وو

 

 اوس مې ګڼو لارو دواړه پښې نيولي

اوس مې لارې دي په پښو پسې راغلي

 

اوس مې خپل زړګی راټول دی،زړه لرمه

نه مې مينه زده ده، نه يې مله لرمه

 

خيال مې مړ دی،فکر ورک دی،بس ژوندی يم

خو د سره منګي په څیر نه يم، کودی يم

 

ځان مې وينمه په ځان کې اينه يم

زه د اوښکو په اوبو بله ډيوه يم

 

هغه رنګ د شفق اوس رانه روان دی

هغه شرنګ د بنګړو بل چيرته ودان دی

  

                                                                        ۲۶ جون ۲۰۱۰  (۵ چنګاښ ۱۳۸۹)