نوي نه شوو د پخوا غوندې زاړه  يو

وږي تږي يوو،خو  وايو چې ماړه يو

روان ستوري پسې وروستو وروستو درومو

څومره ستر يو، څومره فکر کې واړه يو

 

دې بې سره کړو مو ژوند راته تريخ کړی

دا بې لارې ژوند مو ولې په لار نه شو

ارواګانې مو د بدو واک ته پريښي

دا وجود مو ولې ښو ته اوزګار نه شو؟

 

په تنو پسې مو درومي پردي سيوري

له خولې وتی غږ مو خپل راته ښکاريږي

دواړه سترګې مو د شک په وينو سرې دي

ځان ته ګورو خو د بل راته ښکاريږي

 

مينه وژنو عجيبه غوندې غيرت دی

د بل خاورې خپلوو دا مو عادت دی

يو ټيکری ساتو خو سل سرونه بايلو

د رواج د خدای مو کړی عبادت دی

 

د اوبو د يوه څاڅکي په بدل کې

د شودو غاښونه ټول په وينو سره کړو

د انسان جامه کې پټ یو انسان نه  يو

ټوپک، تورې يادوو ماشوم اوده کړو

 

موږ  وژلي دي سپوږمۍ د اسمانونو

راشئ! ته او خدای چې رنګ له شفق واخلو

ډیرو هيلو باندې جوړ دي زيارتونه

ځئ! له څو ورانو قبرونو سبق واخلو

 

۲ : ۳۳ ماسپيښن مهال ۲۷ جون ۲۰۱۰

   MSPA   (د مطبوعاتو له لارې د هواري او ملاتړ اداره) بريښناکوټ کلله پشته کابل