ځلیدلې يې په شنو شنډو مسکا ده

تښنولې چا  د چا د زړه دنیا ده

 

پاڼې پاڼې ژوند د کاڼو پر سر پروت دی

ولونه ولونه ساه خوره لکه هوا ده

 

نن چې بیا رانجه باڼه شنه هره خوا دي

دا یې تورو سترګو بيا کړې نڅا ده

 

يو پتنګ ورته هوس اخيستی ناڅي

ورنه پټه چا په موټي کې رڼا ده

 

دا چې شپه مې خوب ته نه پریدي او ويښ یم

اوريدلې مې د چا د زړه درزا ده

 

ډوبيده غواړم خو نه ډوبيږم ګله!

ستا دعا هر ځل راکړې دا سزا ده

 

د شفق د ژوند دوښمنه ماښاميه

د رنګونو دنيا ورکه رانه تا ده            

                                                    ۳ زمري ۱۳۸۹  مازديګر مهال

انټرنيوز (سلام وطنداره راډيو دفتر)نوی ښار کابل