ستوري د اسمان دې شنه خالونه شه

پاڼې پاڼې شونډې دې ګلونه شه


لاس دې د سپوږمۍ تر غاړې ورسه

لمر دې د سرکو ګوتو سرونه شه

سيوری سيوری مخ دې سره غرمه مه شه

تاو دې له کمڅۍ نه حجابونه شه

 

تور غږ د تور غم درباندې پرې مه وځه

سرې سپينې خوښۍ دې غرونه غرونه شه

 

اوښکې دې تروه تروه شبنم غوندې

وږم د خولو دې ګلابونه شه

 

رنګ او شرنګ د ژبې دې ژوندی اوسه

زار د دې شفق درنه رنګونه شه

۱۳ وږې ۱۳۸۹

سلام وطنداره راډیو دفتر نوی ښار کابل

د روژې ۲۵ ماسپيښين