راشه سورونو ته مې تال راوړه
مرم هله ژر شه لږ مجال راوړه  
 ماضي مې سوې،سبا نه لرمه
شته مې کړه، حال پسې مې حال راوړه
   بې عقله ژوند ته مې لږ عقل راکړه
 بې کمالۍ ته مې کمال راوړه  
 چې څيړۍ کيني د نښتر سيورو ته 
 بیا يو اختر راوړه يو ټال راوړه 
  د باران څاڅکي  دې راووري ښه دي
رنګه راځه د بوډۍ ټال راوړه 
  نه دې تر خولې د تورې نوم ورسي
 نه دې څوک ووايي چې ډال راوړه 
  بیا سور شفق په غرونو وځلوه
ماښامه ژر لمر ته زوال راوړه 
  ۱ غبرګولي ۱۳۸۹ انټرنيوز کابل