د نورګل شفق لخوا خپرې شوې لیکنې


عملیان (پوډریان) انسانان ندي!؟

 عملیان انسانان ندي!؟  انسان چې ځوان وي، وينه یې توده وي، د وجود پوستکی یې تازه وي، حوصله او د زړه زور یې ډیر وي، خو څو څو چې یې عمر ډیریږي، وینه یې سړيږي، پوستکی یې سپیره کیږي،  حوصله یې کمیږي او د زړه زور یې ویلی کیږي. د کابل سيند اوس د یوه عمرخوړلي انسان په څېر خپل زور له لاسه ورکړی، په رګونو کې یې اوبه وچې شوي دي، خو په خپل ځان کې یې د خځلو او اسمان څکالو تر څنګ عملیانو (په پوډرو روږدو کسانو) ته هم لکه د مرغیو ځالې ځای ورکړی. خو کله کله دا وچ سيند لکه زموږ ځ

07.03.2013 – نورګل شفق

هر کاره ډاکټر / نورګل شفق

  هر کاره ډاکټر   ډانکتر صيب! ډير اې لرې نه راغلي يو، دا وړکی اته سونات که! بیا ساړه کيږي! ډاکټر يو څو شيبې سپينږيري ته وليدل او بیا يې هغه هلک وڅاره چې سپين ږيري  لاس په سر ورايښی و. -                   تاسې عجيبه خلک

19.02.2013 – نورګل شفق

نوی غزل/ نورګل شفق

خاموشي رانه چاپيره ده واللهشوره! نوره رانه تېره ده واللهزندګي به څومره لږه وه چې وې به... اوس

29.02.2012 – نورګل شفق

غزل

    له ځانه مخکې مې په خدای تا ته دعا کړې دهتا ته مې مخ کړی دی، خپل ځان ته مې شاه کړې ده   تا به زما د یادولو ګناه نه وي کړي خو دغه چاره د ثواب په ژوند کې ما کړې ده   نن به راځې،نن به باران او سيلۍ دواړه راځي نن مې دې زړه څه عجبيه غوندې درزا کړې ده  

01.10.2011 – نورګل شفق

خدای پاک ته ليک/ نورګل شفق

څو کاله پخوا له ژونده مرور شوی وم، غمونه ډیر وو، خو د زړه خوالې لپاره مې څوک نه لرل، يو خدای و او يو زه، ځکه مې نو خدای پاک ته درې مخه يو ليک وليکه، زړه مې ټول په هغه لیک کې ورته کيښود، ښار کې مې يو قران شريف هديه کړ، پل خشتي جومات ته لاړم،ياسين شريف مې څو ځلې ولوست،وايي چې ياسين د قران زړه دی، د هغه زړه په منځ کې مې ليک ورته کېښود، څو رکعت

17.09.2011 – نورګل شفق

وخته راوګرځه دنیا راوړه

      وخته راوګرځه دنیا راوړهما ته مې بېرته خپله ساه راوړهزما له وجوده دې زه وړی يمههله ما راوړه، هله ما راوړه   ما نه د سترګو رڼا چا يوړه؟ ما ته د سترګو رڼا چا راوړه؟

13.08.2011 – نورګل شفق

زما ملګري ته

څنګه کړم بدله د زړګي دنیاغوښه یم خو کاڼی به مې کړي دنیا زړه مې لکه موم شي رانه وڅاڅيڅوک چې د يو چا له نړۍ وړي دنیا سترګو ته مې چل د ژړا نه ورځي زړه دی چې دننه ژړوي دنیا   ته چې وې نو روغه جوړه وي دنیا ته چې نه یې، ړنګه بنګه وي دنیا &nbs

09.08.2011 – نورګل شفق

نوی نظم (اې!)

لمره ژر راوخیږه، بې سيوري يم نه د سپوږمۍ خپل او نه د ستوري يم سترګې مې په خپل ځان پسې اړوم وړی داسې لارې داسې لوري يم سترګې د ډېوې مې ورکې کړي دي خپلې دوه لېمې مې ورکې کړي دي اې! دې وخت ته ووایﺉ چې څه دې کړې اې! هغه شیبې

05.07.2011 – نورګل شفق

نوی غزل

  څه کاڼو حالاتو کاڼی کړی دی څه مې زړه

18.05.2011 – نورګل شفق

نظم

راليږونکی : فريداحمدتسکین سرليک: نظم نېټه: 11.05.2011 05:49 جنابه نوم دې پر رمزونو ليکمیارمې يې ځکه دې په زړه کې ساتمله ځانه زه ډېرغټ انځورګرجوړومنوم به دې دومره په هنرجوړوم دګل تنکۍ لښته به تاو راتاو کړم ترې جوړوم اسم اعظم توریداستا د نوم دا محترم توری راوړم زموږ دګلدرې ګلونه دسيدکرم دغوجرې ګلونهپه يوه توري پسې درې ګلونه اوس دې هرتوری پرګلونو ليکم جنابه نوم دې پر رمزونو ليکم بي

11.05.2011 – نورګل شفق

ستوري او ډېوې

ستوري او ډيوې   زما د ګران هيواد دا ګرانه خاوره چې وريدل به پرې د اور بڅري چې په راغو کې يې باروت

05.05.2011 – نورګل شفق

غزل: لاره مې مه نيسه حباب يمه ...

غزل &nb

02.05.2011 – نورګل شفق

د څو ملګرو ليکونه!

راليږونکی : اسلم دانشمل سرليک: سلام ګرانه خوښ شوم چی دباران په نوم دغه وبلاک ګورم *  *  * راليږونکی : مشعل (هندوستان)سرليک: salamoona sahiba... نېټه: 21.04.2011 14:00 salamoona...grana sanga yee... da zwand la sanga tayrai gee... granasta dagha zwand leek m

02.05.2011 – نورګل شفق

نوی غزل

  دغه د مرګ وږی چې د ژوند په خوږو موړ شي تا سره به جوړ شي ګله! ما سره به جوړ شي   بیا به خوشالۍ د بړبک

21.04.2011 – نورګل شفق

د ډايرۍ پاڼه

      د ډايرۍ پاڼه                 *ډايري ( د خاطراتو کتابچې )

19.04.2011 – نورګل شفق

نظم: (ماتې حوصلې)

  ماتې حوصلې به مې راټولې  کړم ټولې ارادې به مې راټولې کړم ورکه سپوږمۍ بېرته به پېدا کړمه ټول مرور ستوري به په خولا کړمه مړو ډېوو ته وينې به د زړه ورکړم شپو ته به د سرو زرو اوبه ورکړم هيلو ته به خپله اوږې ورکړمه

12.04.2011 – نورګل شفق

د شرنګ وېبپاڼې له نورګل شفق سره ادبي مرکه

د شرنګ ويبپاڼې له نورګل شفق سره ادبي مرکه مرکه کوونکی: همت الله امین زی   شرنګ : شفق صيب،سلامونه اومينه اوكه له نوروخبروتېرشواونېغ په نېغه دپوښتنولورته مخه كړو،نوزه خوموپېژنم که له شرنګ سره پېژندګلوي وکړئ؟ شفق: مننه امين زى صيب، نوم مې نورګل دى او شفق تخلص كوم. بس دکايناتو مالک ددنيا پروجود لورولى يم اويومسلمان پښتون يې پيدا کړى يم. شرنګ : بېشكه

06.04.2011 – نورګل شفق

هېندارې

کسو کې مې شوي ګلان وګوره پورته شه شين سترګى اسمان وګوره ډير په دې هيندارو باور مه کوه راشه زما سترګو کې ځان وګوره  ×  ×  × زه

28.03.2011 – نورګل شفق

غزل (لاره نه وه...)

  لاره نه وه، لاره نه وه، لاره نه وه لاره وه، خو بس زما له پاره نه وه  

28.03.2011 – نورګل شفق

سبق

    نوي نه شوو د پخوا غوندې زاړه  يو وږي تږي يوو،خو  وايو چې ماړه يو روان ستوري پسې وروستو وروستو درومو څومره ستر يو، څومره فکر کې واړه يو   دې بې سره کړو مو ژوند راته تريخ کړی دا بې لارې ژوند مو ولې په لار نه شو ارواګانې مو د بدو واک ته پريښي دا وجود مو ولې ښو ته اوزګار نه شو؟

27.03.2011 – نورګل شفق

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more