عملیان انسانان ندي!؟
انسان چې ځوان وي، وينه یې توده وي، د وجود پوستکی یې تازه وي، حوصله او د زړه زور یې ډیر وي، خو څو څو چې یې عمر ډیریږي، وینه یې سړيږي، پوستکی یې سپیره کیږي، حوصله یې کمیږي او د زړه زور یې ویلی کیږي.
د کابل سيند اوس د یوه عمرخوړلي انسان په څېر خپل زور له لاسه ورکړی، په رګونو کې یې اوبه وچې شوي دي، خو په خپل ځان کې یې د خځلو او اسمان څکالو تر څنګ عملیانو (په پوډرو روږدو کسانو) ته هم لکه د مرغیو ځالې ځای ورکړی. خو کله کله دا وچ سيند لکه زموږ ځينې سخت زړي انسانان په چا زړه نه سوځوي، د خلیو خاشاکو په څېر ځينې ژوندي انسانان په سر اخلي، تر هغه یې په لوړو ژورو ګرځوي، چې ساه یې ووځي. څه موده وړاندې دغه وچ سیند څو عملیان له ځانه سره یوړل او ساه یې ترې وويسته.
عملیان (پوډریان) په لومړیو ورځو کې له خپلې نشې خوند اخلي، خو چې پرې روږدي شي، نو بیا یې په خوند نه پوهیږي، بس د وجود دردونه یې ورسره ورکیږي.
له دوی سره انساني چلند نه کیږي، څوک پرې ډبرې واروي، څوک یې په کور کې نه پریدي او څوک یې پر غلا نیولو وروسته تر مرګه وهي.
کابل سیند د مراد خانې یک پیسه ګي پل لاندې هم تېر شوی، د سیند دې خوا ته ترکاري او موبایلونه خرڅيږي، پورې غاړې ته یې د ولسمشر ماڼۍ (ارګ) ښکاري او د سيند په منځ کې د چټلو اوبو د لښتیو تر څنګ عملیانو ځان ته کوټنۍ جوړې کړي دي. ما چې له عملیانو عکسونه اخیستل، نو ویل یې، تاسې موږ ته تکړه يئ، ورشئ! له هغو عکسونه واخلئ او رسوا یې کړئ، چې په موږ یې خرڅوي او له هغو دولتي مامورینو وپوښتئ، چې موږ په لغتو وهي، خو له هغوی سره یې ګوتې پټې دي.
* * *
ملګرو!راسره مرسته وکړئ!
ريښتیا هم له روږدو (پوډریانو) یې اکثرا په ایران کې معتاد شوي؟
دوی د نشې لپآره پيسې له کومه کوي؟
زموږ خلک څه وړ چلند ورسره کوي؟
د دغو عکسونو ځای د کابل سيند غاړه ده، دوی نور په کومو کومو ځآیونو کې دي؟
نشه يي توکي سرعام په ښار کې خرڅيږي، څه باید وشي؟
د دوی د درملنې مرکزونه څه کوي؟
له دوی څه خاطرې لرئ؟
ستاسې نظرونه راسره د رپوټ په جوړولو کې مرسته کولی شي، ښايي هغه څه ته مې ورپام کړئ، چې ورپام مې نه دی.
نورګل شفق