څومره هنر دى چې د جهل تر غره ځان اړوي
د خاموشۍ بېړۍ د قهر پر توپان اړوي

پخوا مې نه لوېدى و زړه ته د ډالرو طاقت
اوس يې منم له يو افغان نه بل افغان اړوي

نه شومه پوه مغرور رقيب مې څنګه پښو ته راغلى
ښايي په دې ډول له ما څخه جانان اړوي

هر نوى مشر مو په ژوند كې هومره فرق راولي
هغه كيسه هغه مضمون وي خو عنوان اړوي

د عقل كور خرابوي ټول د دنيا په كار كې
(واصله) دغه ساده ګان تر ګټه زيان اړوي


۱۶/۵/۱۳۸۱ كندهار
-----------------------

شېخ چې دستار نېغه شمله ووهي
لكه جنګي مار چې كلچه ووهي

ساده مخلوق به اسيران كړي ټوله
كه د خلوت غوندې خزه ووهي

دا دلړم تر نېښ په كمه نه دى
دا ژړ مسواك چې پر سينه ووهي

ږمونځ په ريا لكه اره په لاس كې
بيا به د كوم مظلوم ريښه ووهي

د دار كړۍ ده تسپې نه دي اشنا
خداى مكړه ستا غاړه اوږه ووهي

( واصل ) خو ټوله پېژندلي دي اوس
كه رياكار څومره پرده ووهي

--------------------------


د اميد شپون دي ږغوي را ته شپېلۍ د هيلې
د خوښۍ بام ته مې راوخته سپوږمۍ د هيلې

د زړه په سيند كې چې مې وركه وه له ډېره وخته
نن راښكاره شوه د كلو وركه بېړۍ د هيلې

د مايوسۍ خزان مې كوچ وكړ د ژوند له بڼه
د هيلو ونه مې سپړي ځكه غوټۍ د هيلې

د غم صياد ته مې د صبر په زور ماته وركړه
ځكه د خيال و دښت ته راغله غرڅنۍ د هيلې

د وخت سيلۍ كه مې ( واصل ) پر مېنه تېره شوله
خداى په كې وساتل زما خړه كيږدۍ د هيلې


۲۳/۳/۱۳۸۰ كندهار
-------------------------