د حميده اورذيله اخلاقو بنسټيز څيړل

 

الله (ج) دانسان په سرشت كي څلور قواوي ځاي پرځاي كړي دي:

۱- عاقله قوه : چي دهغي په وسيله دټولو شيانو حقايق درك كوي، اود خيراوشر ترمنځ توپير كوي په ښو كارونو امر اوله بدو كارونو څخه منع كوي.

۲- شهويه قوه: دا هغه ځواك دى چي انسان دګټو لاس ته راوړلو ته هځوي.

۳- غضبيه قوه: داهغه قوه يا ځواك دى چي انسان د ضررونو څخه تيښتي ته هڅوي.

۴- وهميه قوه: دا هغه ځواك دى چي جزي شيان درك كوي اوانسان هڅوي ترڅوپه دي هكله تصميم ونيسي،چي دغه دري اخري قواوي په حيواناتو كي هم شتون لري.خو انسان دعاقلي قوي په درلودلو سره څښتن تعالي اشرف المخلوقات ګرځولى دى.

نوپس انسان ته لازمه ده چي د دين او عقل په لارښوونه دغه دري ځواكونه كنترول او تعديل كړي ترڅو په دنيا او اخرت كي نيكمرغه اودهر ډول انساني فضايلو او كمالاتو څښتن شي، او كه يي تعديل او كنترول نكړي (زياتوالى او كموالي) پكښي وكړي كمالات به يي په زذايلو او انسان به د بدبختى اوهلاكت كندي ته ور وغورځوي.

 ددي ځلور قواوو د تعديل او نه تعديل پايلي:

                     افراط(زياتوالى)            تعديل(برابروالى)             تفريط(كموالى)  

عاقله قوه           خدع(چم،دوكه)               حكمت                   جهالت ،ناپوهي

شهويه قوه          عياشي                         عفت                    خمودي (ماده توب)

غضبيه قوه        بي باكي                        شجاعت                 بي غيرتي، ډار

وهميه قوه          ظلم                            عدالت                   انظلام(مظلوميت)

 

سيداحمد سامع