ايمل جلال

دزمري دمیاشتې په ۱۵مه دیکشنبې په ورځ دسهار دلسوبجوپه شاوخواکې زه اود ژورنالېزم پوهنځي نورزده کوونکي دکابل ولایت قصرته دننوتلوپر مهال په عمومي دروازه ودرول شو،موږکه څه همیوه اوونۍ له مخه دکورنیوچاروله وزارت نه دکابل ولایت توقیف خانې ته دننوتلواجازه تر لاسه کړې وه؛ خود دروازې ساتونکیودیولړامنیتي دلایلو له امله اجازه رانه کړه، یوه شېبه وروسته یوتن ساتونکی چې دلوړې ونې خاوندوواو داوږو شاتنۍ برخه یې کږه شوې وه، خیرنه دریشي په تن اوټوپک په غاړه راغی اوموږیې له ځانه سره بوتلو. هواډېره ګرمه وه دکابل هواکه څه هم په اوړي کې ښه وي؛ مګرڅوک یې د دولسوبجولمرته د درېدوتاب نه لري.په خبروـخبروکې درېیمې دروازې ته ورسېدو اوهلته له سختې تالاشۍ نه وروسته دتوقیف خانې انګړته له ساتونکي سره ننوتوپه انګړکې یوډول مرموز او زهرجن سکوت خپوروو، یوتن بندي چې عمربه یې شاوخوا اتلسکاله وو، د دېوال سیوري ته سګرټ په لاس ناست وواوبې له دې چې موږته وګوري دژبې لاندې یې په کنځلوپېل وکړ؛ خوموږداسې وانګېرله چې هېڅ مونه دي اورېدلي، یوبل تن هم په ډېرو بدوالفا‌ظوبدرګه کړو؛مګرزموږد راتګ موخه یوه وه هغه دنجم الدین اوخالدې نومې جنایې دوسیه وه، چې شلورځې وړاندې دکابل ولایت په ختیځه دروازه پلچرخي کې دپولیسوله خوانیول شوي وو اودوسیه یې دنورواجراعاتولپاره څارنوالي ته سپارل شوې وه

د دوی دنیول کېدوجریان دکابل ولایت دجنایې جرمونومدیریت یوتن کارکوونکي ډګروال زمري عابدي داسې څرګنده کړه: د اسد دمیاشتې په اتمه موږته دخالدې دکورنۍ له خواخبر راکړل شووچې لور یې نادرکه شوې ده، له نېکه مرغه دوه ورځې وروسته پلچرخي تاه څېرمه دیولړعملیاتوپه ترڅ کې مو خالده دلغمان ولایت اوسېدونکي له نجم الدین سره ونیوله، د تالاشۍ بروخت دنجم الدین له جیب نه دملي اردوپرپېژندن پاڼه سربېره داسې نورکارتونه وموندل شول، چې دنجم الدین نومي اړیکې له طالبانو سره څرکندوي.

اوس موږپه توقیف خانه کې دننه د نجم الدین د اوسېدوپه خونه کې ولاړیو، داخونه دڅلورو تنولپاره جوړه شوې؛ خو اوس په کې دځای دنشتوالي له امله لس تنه شپې او ورځې تېروي، په یوې نمناکې،لمدې اوبدبویه خونه کې نجم الدینو چې لنډه ونه اوتورغنمرنګی رنګ لري،زموږمخې ته له ځایه پورته او له روغبړوروسته یې راته دچایوست وکړ؛ خوموږدوخت دلږوالي له امله داصلي موضوع نه کړ اوغوښتنه مې ترې وکړه چې ټوله کیسه راته وکړي، نجم الدین په داسې حال کې چې دساتونکیوسترګوته یې کتل په خبروپیل وکړ، ګویاهغه نشي کولی دپولیس مخکې له حقیقت نه پرده پورته کړي.

زه په خدای بې ګناه یم اوله شوي کارنه مې هېڅ پښېمانه نه یم.

یوکال دمخه دکابل ولایت د وزیرابادپه سیمه کې زه خپلې ګاونډۍ خالدې سره چې زموږوطنداره هم ده اشناشوم، هغه ډېره ساده ده اوله دې مخکې یې چې ماسره هېڅ اړیکي نه لرلې،څوـڅوځله موږ پرې مرکهوکړه؛ خوکورنۍ یې انکاروکړ،ځکه زموږاقتصادي وضعه ښه نه وه اویوزه وم،چې څه خاورې ایرې به مې پېداکولې؛نودهمدې ستونزې اوبې کارۍ له امله مې ځان په ملي اردوکې واچاوه ،مګراوس دلته بې سرنوشته پروتیم اوخدای پوهیږي چې دکورنۍ به مې څه حال وي، مانه غوښتل چې هغه دې له ماسره لاړه شي؛خوکه موږدا کارنه وای کړی ،هغه یې په (بنه)ورکوله اوهغې له مانه دتېښتې غوښتنه وکړه، زه هم پښتون یم،غیرت لرم،چې هغه پرماغیرت کوي؛نوزه ورباندې له سره هم تېریم،دا؛خولازنداندی...... موږدواړه دشپې نهه بجې له کوره ووتو،شپه موپه بېدیاوکړه اوسهاروختي ننګرهارته تلونکي موټرکې سپاره شو؛خوعکسونه مودکورنیوله خواپولیسوتهورکړل شويوو،اوس یې دادی دلته راوړي یو.

مایې خبره غوڅه کړه او ورته مې وویل:پولیس وایې تاسوسره دطالبانواړوندځینې کارتونه موندل شوي که په دې اړه راته څه ووايې؟ هودطالبانوپه وخت کې زه دحضرت عایشې په دارالحفاظ کې وم،چې هغه وخت دزرغونې په اوسنۍ لېسه کې وو،هغه وخت تاسې ته پته ده چې هرچادهویت کارتدرلوداوزه هم په خپل کارت کې دزده کوونکي په نوم معرفي شوی م، کېدای شي داډول کارتونه ډېرافغانان ولري،داڅه د اند ېښنې خبره نه ده، زه په ملي اردوکې یم،ماد طالبانوپه وړاندې جګړهکړې ده،زه طالب مالب نه یم،دوی پيسوته چل جوړکړی اوزه پیسې نه لرم.

زه په خپل کارپيښمانه نه یم یوازې ماسره دخپلې اودهغې دکورنۍ غم ده، چې هغوی به څه کوي اوچېرې به موږپسۍ ګرځي. دنجم الدین زړه راډک شو،هغه ډزره هڅه وکړه چې موږ پرې پوه نه شو؛ خو له ژړاډکې سترګې یې نه شوې پټولای. زموږوخت پوره وو اونجم الدین هم له نوروجزیاتوډډه کوله،دغرمې وخت وو او دتوقیف خانې په دهلېزونوکې دوریجووږموزموږ اشتهاهم راوپاروله؛ خوبایدموږد دې پېښې په اړه نورجزیات هم تر لاسه کړي وای، په همدې موخه موکوښښ وکړچې دخالدې له خولې هم څه واورو ،مګرد زندان دقانون له مخې دمنلومقاماتوڅخه پرته هېڅ یونارینه نه شي کولای،چې ښځينه زندان ته ننوزي،زموږښځينه ټیم وکړای شول،چې خالدې سره وګوري، هغوی هغه مالومات په واک کې راکړل،کوم چې موږته تقریباله نجم الدین څخه ترلاسه کړي وو،زموږټولګیوالونجونوچې خالده ګړه ولې وه،هغه هم په خپل کارپښېماني نه وه څرګنده کړې اودژوند یوازینۍ هیله یې له نجم الدین سره په سره ډولۍ کې تګ وو،هغې نه غوښتلچې مسؤل مقامات دې هغه بیرته په خپلې کورنۍ وسپاري؛ځکه هغه په دې ډاډه وه چې کورنۍ به یې ورسره بې له مرګه بله لوبه ونه کړي،هغې داهم ویلي وو:که پوهه شم،چې دولت مې خپلې کورنۍ ته سپاري،مخکې له مخکې نه به ځان ووژنم.

داډول پېښې ولې پېښېږي؟

په دې اړه دکابل درواني روغتیاپه روغتون کې مؤطف ډاکترښاغلي کمالدین داسې وویل:دا یوه ټولنیزه ستونزه چې ترټولو لوی لاعمل یې کولتوري محدودیتونه کېدای شي،چې په هغوسیموکې چې له ښاري ژوند لرې وي،ډېرلیدل کېږي،په لروپرتوسیموکې کورنۍ نه غواړي،چې ځوانان اوپېغلې په خپله خوښه راتلونکی وټاکي،چې یوه جنې موریاپلارته ووایې: چې زماپلانی هلک خوښ دی.اونه هلک داډول خبره کولی شي،په داسې حال کې چې اسلام داحق جونو اوهلکانوته ورکړی.همداستونزې دي،چې له امله یې ډول –ډول روحي ناارامۍ اورواني ناروغتیاوې راپیداکېږي،که مخنیوی یې ونه شي،وروستۍ پایلې یې ځان وژنې دي. (پاى)