زړه لــه غـمه چـــوي ژړا نـه راځي
دغسي حالـــــت دي پر چـا نه راځـي
سـتا د زړه هیواد به آخـر فـتحه کړي
اوښکې پښـتنې دي پر شا نه راځي
خپل پرهار د پوهـې په تار وګـنډئ
زموږ عـلاج ته بل مسیحا نه راځي
هغه ده رڼا بيا راښکاره شوله
چا ويل چې تېره شي بيا نه راځي!
سوله کړې اوبه ،موږ په اوبه خدایه!
خولې ته مي اوس بله دعا نه راځي
ستا د تور سـترګو تــلاوت کــــــوم
خوند کوي،خو نوریې مانا نـه راځـي
28.07.2012
- نورالباري مل
مين او شاعر ۱
زما اوس هم په ياد دي
چي زده کوونکی د لسم ټولګي وم
زما په ياد دی د پښتو ښوونکی
چي د کتاب له مخې
ده د مين او د شاعر تر منځ توپير کولو
زما اوس هم په ياد دي
هغه ويله چي (( شاعر د قام لپاره ژاړي))
د خپل ولس د ويښولو په نيت
په شپو شپو ويښ وي تر سهاره پوري
زما د ښوونکي دا خبره اوس هم نه هېرېږي
چي وېل (( مين فقط د ځان لپاره ژاړي...
10.12.2012
- نورالباري مل
زه لا په اسمان (عالم ارواح) کې وم چې د گڼو نورو هېوادوالو تر څنگ زموږ کډه هم له هېواده بې ځايه او په سويلي پښتونخوا چمن کې مېشته شوه. په چمن کې وزېږېدم، د ماشومتوب شپې او شېبې مې په چمن کې تېرې کړې د نهو لسو کلنو شوم، ښوونځی مې پيل کړ. زموږ کره به کله نا کله له وطنه مېلمانه راتلل ما هغوی نه پېژندل چې څوک دي، خو په کور کې به دا گزېدله چې پلانی کاکا دی له وطنه راغلی دی. ما وطن نه پېژاند چې دا لا څه شي ته وايي....