مين او شاعر       ۱

زما اوس هم په ياد دي

چي زده کوونکی د لسم ټولګي وم

زما په ياد دی د پښتو ښوونکی

چي د کتاب له مخې

ده د مين او د شاعر تر منځ توپير کولو

 

زما اوس هم په ياد دي

هغه ويله چي (( شاعر د قام لپاره ژاړي))

د خپل ولس د ويښولو په نيت

په شپو شپو ويښ وي تر سهاره پوري

 

زما د ښوونکي دا خبره اوس هم نه هېرېږي

 چي وېل (( مين فقط د ځان لپاره ژاړي مدام  ))

 

زما اوس هم په ياد دي

چي د ولس پر اسکېرلي حال به

زه ژړېدمه مدام

 

زما اوس هم په ياد دي

چي به له ځانه سره

زه ژړېدم او خندېدمه تر سهاره پورې

ما به دا فکر کاوه

چي څنګه زه د قام په درد وخورمه؟

ما به ملګرو ته هم دغه سپارښتنه کول

خو زما ملګرو به هر وخت راسره نه منله

ويل يې چي دا لېونی ګوره څه کړي

هر چا به ويل چي ((که دانا يې ګرانه!

اور دې له خپله سره مړ کړه)) او بس

د دې ولس په غم ته نه رسېږې

او نه په تا دوا کېدونکي دي دردونه د قام

خو ما به نه منله

هو! اوس يې هم نه منم

ما به هر وخت ژړله

د خپل ولس لپاره

 ماته هغه وخت چا شاعر نه ويل

 

خو اوس....

اوس چې مين شوم د يو چا پر سترګو

هغه ظالم رانه غمونه د ولس ټول هېر کړل

د ځان په غم يې کړم اخته او ولاړی

 

اوس چي زه کله د ملګرو منځ کي

د خپل جانان د ښايستو سترګو ستاينه کوم

او يا د زړه له درده ژاړم پسې

نو مي ملګري راته وايي داسي

 

واه !

 

ظالمه دا دي ډېر ښه شعر جوړ کړی

ته په موږ ټولو کي تکړه شاعر يې!!!

زما د ښوونکې د شاعر پر تعريف شک پيدا سي.

------------------------------------------------------------

 

۱  مين او شاعر  د استاد گل پاچا الفت يوه نثري ليکنه ده چې د افغانستان د ښوونيز نصاب د لسم ټولگي د پښتو په لوستليکي(درسي کتاب) کې مې  لوستې وه.
د پاسني نظم خيال د ارواښاد الفت له هماغي نثري ليکنې سرچينه اخلي.