اې د ادم او د حوا لمسیه!

دغه سپوږمۍ دغه ښایستوکې سپوږمۍ

«د رڼا ګانو مور ده»

د غریبانو د انګړ ډېوه ده

او دا د ښکلي رب د نور جلوه ده

نور دې ته مه ورخېژه!

ځکه چي ستا په زړه کي

دبدمرغیو تخم ځای نیولی

ها چي شیطان نومیږي

                    :::::::

زه ډېر وېرېږمه چي خدای نه خواسته

ته هلته هم د بدبختیو کروندې جوړي کړې

هلته  هم ویني توی کړې

هلته هم  بیا د د خپل نیکه قابل کیسه تکرار کړې

هلته هم څلي د سرونو جوړ کړې

خدای مه کړه داسي وسي

چي د سپوږمۍ دغه چاودلې سینه، تاب را نه وړی

چي په خپل ښکلې سپینه غېږه کي د وینو ویالې

او د سرونو قصابي وزغمي

خدای مه کړه داسي وشي

چي :

د مرګ او ژوبلي شیطاني تخمونه                                       

او دسرو  وینو ویالې

                                                         ددې لامل وګرځي

چي دغه سپینه سپوږمۍ

خپله رڼا وبايلي.

 

                            ::::::::

اې د ادم او دحوا لمسیه!

دغه سپوږمۍ دغه ښائستوکې سپوږمۍ

د دوو میینو و ساکت محفل ته ساه ور بخښي

ددې سپوږمۍ په دې رڼه رڼا کي

د راز  و نیاز  هغه  پټ خُلي مجلسونه کیږي

چي میينان په وسیله د سترګو یو او بل ته

له یوه زړه څخه وبل زړګي ته

د خپل خبرو راکړه ورکړه کوي

خدای مه کړه داسي وسي

چي :

د میینانو د خبرو دغه راکړه ورکړه

دا چي په سترګو کیږي

نور د پای ټکي ورته کښې ښودل سي

 

نورالباري افغانمل