څومره شيريني دي د جنګ د ميدانونو کيسې
څومره آسان دي د شاباش او آفرين ږغونه
څومره خوږې دي د مېړنو د مردۍ خبري
د اتلانو د سرونو د بازار نکلونه
څه پر غوږونو ښې لګیږي پخوانۍ سندري
د مستو پېغلو په اتڼ کي د زمرو نومونه
په څه غرور د شهیدانو تر مزاره ورځي
د ښايستو نجونو ټولۍ ګېډۍ ګېډۍ ګلونه
؛؛ ؛؛ ؛؛
خو چا پوښتنه له شهیده د زخمونو کړې؟
چا له اتل سره خواله د پرهارونو کړې؟
چا یې د مرګ پر پوله سترګو ته یو ځل کتلي؟
چا یې په سترګو کي کیسه د ارمانو لیدلې؟
چا د شهید د بوري مور سوی کوګل کتلی؟
چا د ښائستې سر توري کونډي وران اوربل لیدلی؟
چا په سینه کي د مرګي د ګولۍ زور لیدلی؟
چا د زرګونو ارمانو سوځلی کور کتلی؟
چي زولنو او ځینځیرونو ته نظمونه لیکي
هغه شاعر د سیاه چالونو سړې شپې لیدلي؟
د لړمانو په کاله کي یې خوبونه کړي؟
وچو هډو یې د نېښونو سلسلې څکلي؟
د هوښیارانو دا یوه خبر مي نه هېریږي
«مځکه هغه سوځي چي اور ورباندي ولګیږي »