د زړه مـــــــــنډؤ مــــي د غمو لـــه نارینــــــه وو ډک دی
ځکه ودې لــــــوري ته نه راځي نـــــجلۍ دخــــــوښۍ
د ژوند ځـــــنځــــــیر مې ناځواني ونکړي ونه شکېږي
و لا چـــــې ډېره یــــې ضــــعــــیفه ده کړۍ د خوښۍ
ګيله ترې مه کړه که ښکلا دي سمه نه شي لوستی
د زړه ماشوم مي نه ده لوستې ښوونځۍ د خوښۍ
زمــــــا د زړه (( دخوار یـتیـــــم لــــه ســــــــره نه سوه چَـــــپه))
د ښکلــــــــو سترګو یوه سړه او مړه مرمۍ د خــــوښۍ
ما چي د یار د شــــــــــهادت زېری و کور تــــــه ور وړی
د پښتنې مور یې پر مخ شوې اوښکي توی د خوښۍ
هـــــــره سلګــــــۍ د ژړا ګانو ثبوت نــــه شي کېدای
د خـــــــندا وروسته هم راځي ډيري سلګۍ دخوښۍ