مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره ووت
لكه مات شوى شوخ بنګړى له شرنګهاره ووت
زه ملامت يم كه مي زړه دى ملامت راباندي
ماله رخساره صبراوه دى له روزګاره ووت
څنګه به چاته صفت وكړم دنامرده زړګي
چي داوربل په مينه تورمخ له دياره ووت
خيركړې لاس به يې دچاترګريوانه ورسي
له ګناه ډك غافل زړګى مي له حصاره ووت
پوهيږم نفس به يې ژركندې ته وغورځوي
دتوروشپوپه لورمي زړه له سپين سهاره ووت
بلبلوخداى دپاره ځان سره احتياط كوئ نور
پرون مي وليد اوږد ښامارچي له چناره ووت
نه چي تنهاباندي ځورېږمه شرمېږمه پرې
مه راته واياست چي زړګى دى له اقراره ووت
دشرعي قانون منګول ته به يې سپارم (( الهام))
زړه مي له نرخ سره يوځاى باغي له ښاره ووت
27.02.2013
- مشفق حريتمل
دا د برازیل ولسمشر (لولا دا سیلفا) دی چې خپل هیواد یې د پرمختیا لوړو څوکو ته ورساوه، هیواد ته یې ورباندي ټول پورونه پرېکړل، او هغه یې په بل هیواد بدل کړ. دغه اوښکي یې د خپل واک دوهمي او ورستۍ دورې څه وروسته د ارگ پرېښودلو پر مهال، دي. له دې کبله نه ژاړي چي واک پرېږدي، بلکي له دې امله ژاړي چي ټول ولس ورته راوتلی او ورنه غواړي چي په اساسي قانون کي بدلون راولي ترڅو په واک کېي پاتي سي. خو هغه ورسره وه نه منله، او دا یې ورته وویل: " تا سو دا فکر مه کوئ چي را نه خلا...
27.02.2013
- مشفق حريتمل
دتا لــنـــدي دربـى دى بــــاران اوري په غروکي مــي لالـى دى بـــاران اوري بياراوړې خـــوړله پاسه ماتې څـانـګي شــړپى دى او شــرنګى دى بارن اوري شنه يخ ده بيـاله تيکي تــوره ايسـتې تري تـــم وچ لـــرګى دى بـــارن اوري څاڅوکي دي څک څک سندرې وايي دخــــوني بام ســـورى دى بـــاران اوري دښــارو ګـــړي تنــګ دي لــه چيــکـړو خوشحال بزګـــرسـړى دى بـاران اوري هيـڅ غــم دلنـــدېــدو ور...