لکه ستوری داسمان ټوله شپه ويښ يم
ستا په غم کې ستا جانان ټوله شپه ويښ يم
ستا په ياد کې ياره تړمې تړمې اوښکې
څڅومه په ګريوان ټوله شپه ويښ يم
خورم قسم درته چې ګرانه هير مې نه يې
يادومه دې قربان ټوله شپه ويښ يم
ته نو څه زما له حال څخه خبريږې؟
چې زه څنګه يم پريشان ټوله شپه ويښ يم
شبګيرو مې زندګي کړله خرابه
ګل ځواني مې شوه خزان ټوله شپه ويښ يم
دوصال په مرهم ټول خلک ويده شي
زه له درده دهجران ټوله شپه ويښ يم
ګوندې خوب کې راشې وايم چې ويده شم
((خدرخيل)) په ډير ارمان ټوله شپه ويښ يم
28.12.2012
- مشفق حريتمل
امریکایي میرمنی (لینډا) د څلورو مړونو وروسته له خپل پالل سوي سپي (ماکس) سره د ژوند پړۍ وتړی.
لینډا د خپل سپي سره د واده کولو مراسم د خپلو دوستانو په ملتیا تر سره کړه . یوازی لینډا د ناوې جامې نه وې په تن کړي ، ماکس (سپي) ته یې هم د واده کرتۍ ور په غاړه کړې وه . په دې مراسمو کی د سیمي د یوه مشر او با کرداره شخص دا جمله چی په ډیر متانت او درناوي سره وویل ، خلګو ته عجبه وه (دواړو ته د نوي ژوند مبارکي وایم ، زوم او ناوې...
29.12.2012
- مشفق حريتمل
په جلال اباد کې دنجم الدين اخندزاده جامع جومات چې ديوتن افغان سوداګر په مالي مرسته رغول شوی
په ننګرهار ولايت کې دکرکټ نړيوا...