بې ضمیره لـــوی دښمن دی د بشر
بې حیا او بـــې انصافه دی فتنه ګر
خپلې ګټې او د بل بربادي غــواړي
چال ، دوکه او مکاري یـــې ده هنر
په ظاهر به د ورورۍ نه درته وایي
خو په زړه کې د ابلیس نه دی بدتر
نه انصاف نه ترحم لري په زړه کې
دی بې رحمه ،خرابکار دی، ستمګر
ولسونه که دغم په ټغر ناست وي
پروا نکړي که سوځیږي سمه او غر
په فریب او په دوکو یې زندګي ده
د حرامو روزي نه شي سپین او زر
تل د بـــل عیبونه شماري حقیقت کې
دی د خپلو عیبو نـــه دي بـا خبر
که په هرجامه، لباس کې را ظاهر شي
دی هویت یې معلومدار په لر او بر
ربه تـــه یې هدایت د نیکي وکـــړې
د اخلاص یې په زړه نشته کوم اثر
-------------------------------
شاعر : سمیع الدین افغاني
۵ – ۲ – ۲۰۲۰
م ۰ کال
03.02.2020
- نظرمحمد مطمئن
مخکې له دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پېل شي، د بهرنیانو لخوا نیوکه کېدله چې د قطر سیاسي دفتر ډیر واک نه لري، طالب مشرانو په لومړنۍ لیدنه کې مخامخ خلیلزاد او جنرال می...
06.02.2020
- عبدالوحيد وحيد
کله مو د پرديو يرغلونو او کله د واک په سر په کورنیو ناروا جګړو کې د هيواد ټول امنیتي اقتصادي تعليمي او کلتوري بنسټونه له منځه وړي دي. متاسفانه چې نن د هغو جګړو په ډګر کې زيږيدلې او را لوی شوی نسل د سمتي، ژبني، جندر او قشري تعصباتو پر بنسټ پر افغان خاوره داسې د کرکې نوي تخمونه شيندي، چې د واک په سر له ناروا جګړې به يې د زيان کچه لوړه وي. پوره باور لرو چې که ولس او پرګنې په مختلفو عنوانونو له بهر څخه د وارد شوې دود او افراطي افکارو په وړاندي ټولنيز غږ پورته نه کړي، نو مونږ به لاهم ډېر کلو...