وچې مه کوه خبرې هیڅ انسان ته
مداماً دې فکر اوسه خپل بیان ته

وچه لښته څنګه غوټه ژر ماتیږي
نتیجه د وچ ویل ده دغه شانته

که خبرو کې دې حِلم او نرمي وه
نو ته پوه شه چې دې فکر دی خپل ځانته

هغه لښته چې وي نرمه نه ماتیږي
ښه دقیق شه د نرمۍ ګټې او زیان ته

بد ویل د هر انسان سابقه ښیي
دا عادت یې منسوبیږي خاندان ته

په کوم بڼ کې چې ګلان او تازَګی وي
افرین دې شي پیشکش هغه باغوان ته

لنډه دا چې ښه اخلاق عالي صفت دی
(اشنا) دا صفت لازم دی هر انسان ته