دا د یوه کوچني هلک کیسه ده چې کرشنا نومېدو. هغه د خپل پلار سره په کلي کې ژوند کاوه. کرشنا او د هغه پلار دواړه شپانه وو. د ژوند لګښتونه یې د غواګانو له ګټې ترلاسه کول. کرشنا ډېر دروغجن وو. هره ورځ به يې یو دروغ ویل. ښه نو زه نن څه وکړم؟ ولې زه هېڅوک نه وینمه؟ زه به نن په چا باندې ټوکه وکړم؟ زه نه غواړم چې زما ورځ په بېځايه تیر شی. هو نن زه ډېر په تنګ یم. یو څه فکر به وکړم. ګوري چې پلار یې راغلو. کرشنا حیران شو. پلار یې ورته وویل څه شوي دي کرشنا؟ ته ولې ولاړ یې؟ هېڅ هم نه پلاره یوازې فکر مې کاوو چې اوس څه وکړم. ډېر ښه زه به یو کار درته وسپارم. زما حال ښه نه دی. ته به غواوې څرولو ته دغه نژدې ځنګله ته یوسې. ښه پلاره! په غواوو ډېر پام وساته ګڼې پړانګ به راشي او ټول غواوې به وخوري. ښه پلاره زه يې سمه پاملرنه کوم اندېښنه مه کوه. زه به اوس ولاړ شم. که څه هم کرشنا ډېر دروغجن وو خو هیڅکله به يې خپل پلار ته دروغ نه ویل. د کرشنا پلار څنګه چې ویلي وو هغسې یې د غواوو پالنه وکړه او نژدې ځنګله ته يې بوتللې. په لاس کې غټ لرګی نیولی وو. کرشنا ډېر ژر ځنګله ته د خپلو غواوو سره ورسید. هغه په یوه ډېره غټه ونه باندې کېناستلو. او د خپلې غولکې سره يې لوبې کولې. خو ډېر ژر پتنګ شو. نا څاپه يې یو چال ته پام شو. هغه د یو څو دقیقو لوبو فکر وکړ او په چیغو يې پیل وکړ. مرسته راسره وکړئ، مرسته راسره وکړئ، پړانګ راغلی او زما غواوې خوري. مرسته وکړئ! د کلي خلک چې د کرشنا د ژړا غږ واورید، حیران او وهېرېدل. راځۍ چې ځو، کرشنا به وژغورو که نه نو پړانګ به هغه مړ کړي. راځۍ چې ژر ور شو. د کلي خلګ د ځنګله خوا ته روان شول. هر شی چې په مخه ورغلل ورسره وایخستل تر څو کرشنا له خطر وژغوري او په پړانګ بريد وکړي. د کلي کاریګرو خلکو خپل ټول کارونه په میدان پرېښودل او په منډه ولاړل تر څو کرشنا وژغوري. څنګه چې ځنګله ته ورسېدل، چیرته دی پړانګ له کرشنا د کلي خلکو وپوښتل؟ ته خو به ژوبل شوی نه وې؟ مه هېرېږه! موږ ټول ستا د ژغورلو لپاره راغلي یو. کرشنا ته له ونې مه را ښکته کېږه خو ووایه چې پړانګ چېرته دی؟ کرشنا په خندا شو، او وویل، پړانګ؟ کوم پړانګ، دلته خو هېڅ کوم پړانګ نشته. نو ولې دې چیغې وهلې؟ دا کوم رقم ټوکه وه؟ څه رقم ټوکه؟ بیا داسې کار ونه کړې. موږ خپل ټول کارونه په میدان پرېښودل تر څو تا وژغورو. نور نو بس دی کرشنا. ستا دغه دروغ زموږ لپاره ستونزې پېښوي. دا کار بیا ونکړې. بیا به هیڅکله ستا د ژغورنې لپاره درنشو. کرشنا بیا په خندا وویل، بس دی نور ډېر مه قهر کېږۍ. ژمنه کوم چې بیا داسې کار نکوم. خو کرشنا نشوای کولی د خپلې خندا مخه ونیسی. د کلي ټول خلک په قهر راستانه شول. او کرشنا د خپل دې کاره ډېر خوشاله و. وویل، زما ورځ ډېره ښه تېره شوه. هغه ورځ تېره شوه او کرشنا له خپلو غواوو سره کور ته ولاړ. سبا یې بیا غواوې څرولو ته بوتلې. او بیا يې پریکړه وکړه چې پرونۍ ټوکه بیا وکړي. مرسته راسره وکړئ! مرسته، پړانګ راغلی زما ټولې غواګانې خوري. یو ځل بیا د کلي خلک د کرشنا د ژړا غږ واوریدلو او هغه کسان چې د کرشنا له چلند نا خبر وو په اندېښنه شول او ځنګله ته ولاړل. تر څو د کرشنا سره مرسته وکړي. کرشنا په خطر کې دی. هو بیچاره ماشوم یوازې په ځنګله د پړانګ سره څنګه مقابله وکړي. په دې هیله چې کرشنا روغ رمټ وي. د کلي خلک ځنګله ته چې څنګه ورسېدل، ګوري چې کرشنا لوړ د ونې پر سر خوندي ناست او خاندي. وویل ستاسو مخونو ته ګوره په تاسو باندې څه شوي دي؟ دلته کوم پړانګ نشته دی. نو تا ولې بغارې وهلې؟ کرشنا بیا په خندا وویل، دلته کوم پړانګ نشته. د کلي خلکو ورته وویل، نو په تا څه شوي دي؟ ته ولې داسې کارونه کوې؟ ته به څه وخت غټ شې؟ دا ښه کار نه دی. ته به وزګار یې خو موږ نه یو. ته ولې د کلي خلک ځوروې؟ ته به یوه ورځ په ستونزو کې ګير شې. موږ ټول ستا د مرستی لپاره منډې وکړي خو تا په موږ پورې وخندل. بیا به موږ هیڅکله ستا د ژغورلو لپاره رانشو. کرشنا وویل، ولې تاسې نه راځئ زه به اوس پړانګ ته څه ووایم؟ او په خندا شو. د کلي خلک د کرشنا په خبرو نور هم په غصه شول. او په غصه ولاړل. دا کار د کرشنا لپاره سرګرمي شوې وه. هره ورځ به یې دا کار کولو خو د کلي خلک د کرشنا په چلند ښه پوه شوي وو. خو بیا هم د کرشنا د مرستې لپاره ورتلل. خو یوه ورځ د کرشنا بخت یاري ونکړه. څنګه چې ځنګله ته ورسید، ګوري چې پړانګ راغی. هغه هم یو نه، څو دانې وو. کرشنا د مرستې لپاره وژړل، هیله کوم مرسته راسره وکړئ. خو دا ځل هېڅوک د مرستې لپاره ورنغلل. کرشنا ډېر وژړل او چیغې یې وکړې خو هېڅوک حاضر نشول. د کلي خلکو ویل چیغې او ژړا د ده ورځینی کار دی. د ده ژړا تل دروغ وي. موږ به خپل وخت نه ضایع کوو. ټولو لاس یو کړ او پریکړه یې وکړه چې د کرشنا د مرستې لپاره نه ورځو ځکه چې بیا به هم دروغ وايي. خو کرشنا خپلو چیغو او ژړا ته دوام ورکړ. او پړانګانو د ده په غواوو حمله وکړه او په نوبت یې وخوړلې. کرشنا د ونې په سر ژړل او له لاسه يې هیڅ نه کیدل. غواوې یې له لاسه ورکړې. پلار یې له دې حالته خبر شو او د ځنګله خوا ته په منډهورغی. کرشنا ته يې وویل دا دې څه وکړل؟ غواوو زموږ یوازینۍ عاید وو. خو اوس ټولې زموږ له لاسه ووتلې. کرشنا اوس راته ووایه چې څه وکړو؟ ما هر کله ستا په شیطانت سترګې پټولې خو اوس باید ووایم چې له حده وتلی يې. زه ستا سره څه وکړم؟ پلاره ما وبخښه. زما نه ډېره لویه غلطي شوې ده. زه بیا هېڅوک نه په عذابوم. او هیڅکله به درواغ ونه وایم. ډیره زیاته بخښنه غواړم. په دې توګه کرشنا د خپل شیطانت جبران کړ.
تاسې منۍ چې کرشنا غلطي کړې وه؟ هو! نو راته ووایې چې نن مو څه زده کړل؟ دا چې هیڅکله دروغ ونه وایو. هر کله چې دروغ ووایو یو شی له لاسه ورکوو. هر ځل چې درواغ وایو د یو چا باور له لاسه ورکوو. خلک زموږ دروغ مني، خو کله چې په ریښتیا مرسته ته اړتیا ولرو، یوازې پاتې کېږو. تل باید صادق واوسو.
د مینا سید ژباړه