په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په یوه خوله افغانستان کې د ولسمشر غني په مشرۍ د منتخب حکومت ملاتړ کوي، هغه سره موازي حکومتونه غندي او تیار دي راتلونکې کې اتنخابي حکومت سره ګډ کار وکړي، د تسنیم خبري رسنۍ په لیکنه چې د ایران د سپاه انقلاب اندیښنې خپروي؛ په کابل د روسیي د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی څمیر کابلوف وایي چې ماسکو په کابل کې هممهال د دواړو نویو دولتونو سره عادي اړیکې غواړي!
هممهال د دوه نویو دولتونو سره عادي اړیکې چې ماسکو يي یادونه کوي، د انتخابي حکومت په وړاندې د موازي حکومت پېژندنه په ګوته کوي.
په دې توګه، ماسکو په ډاګه د افغانانو د کړاو او رایو په بیه د رامنځته شوي انتخابي حکومت په وړاندې دریږي او د عبدالله په سرخیلۍ د انتخابي حکومت سره د موازي حکومت ملاتړ کوي.
تسنیم زیاتوي« کابلوف به «بلومبرگ» گفت: طالبان به ‌خوبی درک می‌کند که وقتی به دولت ملحق شوند باید برای منافع ملی کار کنند و برای این منظور آن‌ها نیازمند روابط خوب با روسیه هستند.
وی افزود که دولت «اشرف غنی» برای ورود به گفت‌وگوهای بین‌الافغانی تمایلی ندارد زیرا آن‌ها نگران هستند که گفت‌وگوها منجر به خروجشان از قدرت شود.
نماینده ویژه پوتین گفت که ایجاد دولتی برای تقسیم قدرت کاملاً واقع‌گرایانه است اما اگر مذاکرات انجام نشود طالبان به پیشروی‌های خود ادامه می‌دهد.»
د ماسکو په اند چې کابلوف یي د اندیښنو رسمي ویاند دی، ګوندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت د افغانستان ملي ګټو ته کار کوي اوطالبان هم چې د افغانانو ملي ګټې غواړي، عبدالله سره په ګډ حکومت کې چې د عبدالله ډله ورته په همدې لامل ټولشمول حکومت وایي، روسيې سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
د کابلوف له یادو خبرو داسې څرګندیږي چې ماسکو غواړي په خپل ملاتړ، د عبدالله په مشرۍ لومړی یو موازي حکومت وژغوري او هغه ټینګ کړي او وروسته د طالبانو او جهادي مافیا د ټاکلو کړیو په ګډون او مرسته هغه ته د ټولشمول او افغان شمول حکومت په نومونو اعتبار او واک تر لاسه کړي.
پر ولسمشر غني او منتخب حکومت د کابلوف دا تور چې ګوندې د ولسمشر بین الافغاني خبرو ته ډډه نه لګیږي، د دې لپاره دی چې تر چتر لاندې یې د ماسکو، عبدالله عبدالله او طالبانو د ګډ مثلث د موازي حکومت توطیه پټه وساتل شي.
کابلوف د همداسې شومو موخو په نیت، طالبانو سره د غمرازۍ لپاره د امریکا په هغه هوايي برید هم نیوکه لري چې امریکا هلته طالبانو ته وښوده، که د سولې له تړون پښې باسي، په وړاندې يي صرفه نه کیږي!
په یوه بله پرمختیا کې ویل کیږي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر سپنتا او ضرار احمد مقبل په کابل د روسيې او ایران سفارت ته لیږلي چې د دغو هېوادو له چارواکو د عبدالله عبدالله د موازي حکومت لپاره مالي مرسته وغواړي. البته دغه خبر چې په افغان پيپر یوې افغان ــ ایراني رسنۍ کې خپور شوی او بل ځای کې يي پخلی نه دی شوی، خو په دې اړه د کرزی غبرګون چې په داسې پېښو کې د هغه غبرګون سملاسي وي، تر اوسه نه دی لېدل شوی.
په یاده لیکنه کې په ۹۰ کلونو کې هم د شمالټلوالې سره د ماسکو او ایران مالي، پوځي او سیاسي مرسته او ملاتړ یاد شوی او پر هغه بنسټ یو وار بیا د داسې سیاسي، مالي او پوځي مرستې او ملاتړ غوښتنه کیږي.
د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی