په پخوا وختونو کې کله چې جاپان نوی جوړ شوی و. هلته په کلي کې یو زلمي ژوند کاوه. هغه وړکی حساشي نومیدو. هغه یو ډېر مهربان ځوان و. خو ژوند ورسره یاري نکوله او ډېر غریب و. هغه باید ډېر زحمت ایستلی وی چې وکولی شي د خپل ورځینی ژوند پر مخ بوځي. په ګرمو ورځو کې به يې کار کاوه. خو کله به چې ژمی نژدې شو د کار موقع به بیخي لږه شوله. کله کله به وږی هم پاتې شو. یوه ورځ په ډېره سړه هوا کې د باندی ووتلو. یو څه په ځمکه ولیدل. له ځانه سره یې وویل دا څه دي. کله چې نږدې ورغلو، ګوري چې یوه مرغۍ پرته ده. له ځانه سره یې وویل نن زما د خوښۍ ورځ ده. زه به له دې ځان ته سوپ پوخ کړم. خو کله چې نږدې ورغی ګوري چې ډېره ښکلې وه او ډېر خوښ شو، وویل زه نشم کولی چې دا پخه کړم. دا ډېره ښکلې مرغۍ ده. خو کله یې چې ښه په ځیر وکتل ګوري چې د مرغۍ وزر زخمي دی. فکر يې وکړ او وویل اوس زه څه کولی شم؟ له کڅوړې نه يې ملم (مرحم) راویستلو تر څو وکولی شي د مرغۍ د زخم علاج وکړي. دغه مرحم له مخصوص بوټي جوړ شوی وه. لږ ملم (مرحم) یې په زخم وموښلو او مرغۍ ته یې وویل له ځایه دې مه ښوره له لږ ځنډ ورسته به جوړه شې. شاید لږ بد بوی ولري خو ډېر ژر به دې جوړه کړي. څنګه یې چې دا خبره وکړه، مرغۍ خپل وزرونه وښورول او ښه شوله. او نور یې درد نه احساسولو. خپل ژغورونکي ته يې وکتل، حساشي ورته وخندل. مرغۍ والوتله او لرې ولاړه. حساشي وویل، ښه زه نو بیا نن وږی پاتې کېږم. اوس به کور ته ولاړ شم. په دې شپه حساشي وږی ویده شو او هوا ډېره خرابه وه. دقیقه په دقیقه هوا نوره هم خرابېدله. له لږ ځنډ وروسته، حساشي ویښ شو. ګوري چې دروازه ټکېږي. له ځانه سره يې وویل دا څه دي؟ شاید چې تېر سیلۍ وي. خو د دروازې ټکول وار په وار په ډېرېدو شول. حساشي دا ځل نور هم انديښمن شو. وویل، دا خو هیڅ د هوا او طوفان غږ ته نه ورته کېږي. که دا غل وي زه به بیا څه کړم. خو زه باید دروازه وګورم چې په دروازه کې څوک دي. حساشي وپوښتل څوک يې؟ نوم دې څه دی؟ بیا به زه دروازه خلاصه کړم. حساشي کله چې دروازه خلاصه کړله ګوري چې د باندې په سړه هوا کې ښکلې ښځه ولاړه ده. ډېر حیران شو. پوښتنه یې ترې وکړه ستا حال ښه دی؟ راشه دنننه. ښځې هیڅ خبرې نه کولې. د کور د نننه راغله. ډیره ضعیفه مالومیده. څنګه چې کور ته داخله شوه په ځمکه باندی ولویدله. حساشي ژر راپورته کړله او وویل د دې وجود لکه واوره سوړ شوی دی او خپلې خونې ته يې بوتله، په خپل تخت يې ویده کړله. دا دی اوس به توده شي. څنګه جالبه شپه او ورځ ده، داسې ښکلې او پردۍ ښځه زما کور کې ده. ډېر ژر ویده شو. سهار چې را ویښ شو ګوري چې هغه میرمنه يې ترڅنګ ناسته ده. هغه ښځه سلام وویل. زما نوم تورسي دی. زه بخښنه غواړم چې تېره شپه په ډېره عجله کور ته درغلم او تا ته مې زحمت درکړ. حساشي وویل خیر څه خبره نه ده. ته ووایه څنګه يې؟ شپه ښه ویده شوې؟ هو زه بیخي ښه یم او ډیره ښه ویده شوې وم. ډیره مننه. حساشی ورته وویل اوس نو راته ووایه چې ته له کومه راغلې او ته څوک یې؟
ریښتیا زه کوم کار نلرمه، لالهانده په سړه هوا کې ګرځیدم، ناڅاپه مې ستا کور ته پام شو. د ژوند کولو ځای نلرم. حساشي وویل، ښه نو ته ولې دلته نه پاتې کېږې، تر څو د ژوند کولو ځای پیدا کړې. خو کاشکې ما کولی شوی چې د خوړو لپاره څه درکړم. خو په کور کې هېڅ هم د خوړو لپاره نشته دي. تورسي وویل، اندېښنه مه کوه. هغه کڅوړه چې زما سره وه له وریژو ډکه ده. هغه کڅوړه څه شوه؟ په هغه کونج کې ده. تورسي وریژي له کڅوړې راویستلې او دواړو لپاره يې دم پوخت وریژې پخې کړلې. حساشي څو ورځې سمه ټکله نوه خوړلې نو ځکه يې ټولې وریژې خلاصې کړې. وویل ډېرې خوندورې وې. تورسي په خندا وپوښتل خیر دی که زه دلته پاتې شم؟ حساشي ورسره ومنله. یو له بله سره یې په خوښۍ ژوند کاوو. د وخت د تېرېدو سره حساشي په تورسي زړه وبایله او پرې مین شو. له ځان سره یې وویل تورسي به زما په څېر کس سره هېڅکله واده ونکړي. زه څه وکړم. راځه د زړه حال به ورته ووایم په دې کې کوم زیان نشته. تورسي یو څه مې په زړه کې دي غواړم چې تاته یې ووایم. ته غواړې زما په څېر له یوه کس سره واده وکړې.
هغې وویل هو. حساشي ورته وویل ته پوهېږې چې زه بې وزله او هېڅ نه لرم خو ته بیا هم هو راته وایې. هو زه ستا په څېر له کس سره واه کوم. ما ته ولیدلې چې څنګه مهربان او نرم مزاج انسان يې. په ډېرې خوښۍ سره به واده درسره وکړم. له هغې ورځ وروسته تورسي او حساشي یو ځای ژوند کاوو. ډېر ژر ژمی تېر شو او د کڅوړې وریژې خلاصې شوې. حساشي ډېر ژر لاس په کار شو. خو معاش یې ډېر کم وو. هغه ډېر خفه و. تورسي ورته وویل ته مه خفه کیږه. زه به یو ښکلی کمیس درکړم، هغه خرڅ کړه. خو پينځه ورځې نیسي تر څو هغه وګنډم. حساشي وویل، خو ته به دا کمیس له کومه کړې؟ دا پينځه ورځې نیسي چې جوړ شي. زه به ځان په کوټه کې د پینځو ورځو لپاره بنده کړم تر څو ستا لپاره کمیس واوم(اودل). خو زما سره ژمنه وکړه چې ته به زما خونې ته نه راځې. کله چې زما کار خلاص شو زه پخپله له کوټې بېرته راوځم. حساشي ډېر حیران شو، خو د تورسي خبره يې ډیر ژر ومنله. هغه ورځ تورسي خوني ته ننوتله او ځان یې د پنځو ورځو لپاره په خونه کې بند کړ. حساشي نه پوهیدلو چې څه وکړي. صبر یې وکړ او خپلې ښځې ته منتظر وو. په ورستۍ ورځ تورسي له خونې راووتله. داسې ښکلی کمیس ورسره و چې د مرغانو له وزر یې ګلان جوړ شوي وو او د ستنی کار هم پکې شوی و. دا کمیس د ملکې لپاره جوړ شوی و. حساشي ورته وویل دا خو ډېره ښکلی دی، تا څنګه وکولی شول چې دا جوړ کړې زما ګرانې؟ دا یو پټ راز دی.
اوس ولاړ شه او کمیس خرڅلاو ته یوسه. حساشي ښار ته ولاړ او کمیس یې په ډېر ښه قیمت خرڅ کړ او په ډېرې خوشالۍ کور ته ولاړ او تورسي ته يې د خرڅلاو کیسه وکړه. تورسي ورته وویل ډېر ښه زما ګرانه زه به په دغه پیسو تاته ډېر خوندور خواړه پاخه کړم.
دا کار څو ځلې وشو. تورسي به ځان په خونه کې بند کړ او حساشي به په صبر سره خپلې ښځی ته منتظر کیدو. هر ځل چې تورسي به له خونې راوتله ډېره به ستړې وه. یوه ورځ له کلي نه د حساشي ملګري د حساشي لیدو ته راغلل.
ورسته له سلام ویلو، دوی له یو او بل د میرمنو پوښتنه وکړه. حساشی وویل، زما ښځه ډېره ښکلې او مهربانه ده. زما ملګریو کاشکي مو هغه لیدلې وی. خو هغې ځان په خونه کې بند کړی دی. ملګرو یې وویل، ولې او څنګه یې ځان بند کړی؟ آیا تاسو دواړو شخړه کړې ده؟ حساشي د تورسي د کارونو په اړه خپلو ملګرو ته وویل. د حساشي ملګرو پرې ملنډې ووهلې. ډېره جالبه ده. ته يې مېړه يې او خبر هم نه يې چې ولې داسې کار کوي. له هغه جالبه لا دا ده چې ته نه غواړې پوه شې چې ستا ښځه څه کوي.
ډېر ښه موږ به اوس ولاړ شو. زموږ سلامونه دې خپلې رازدارې ښځې ته ووایه. د خدای په امان. حساشي د خپلو ملګرو له خبرو اندیښمن شو. د ده ملګري په حقه وو. ځکه چې حساشي هیڅکله له خپلې ښځې پوښتنه ونکړه چې هغه په خونه کې څه کوي. او هغه ښکلی کمیس له کومه کوي. زه باید پوه شم، نو ځکه يې پریکړه وکړه چې خونی ته پټ وروګوري. تورسي په خپل میړه اعتبار کاوو نو ځکه يې دروازه خلاصه پراېښې وه. کله چې حساشي دروازه خلاصه کړه حیران شو چې د خپلې ښځه پر ځای یې هغه مرغه ولید کوم چې څو موده مخکې یې نجات ورکړی و. غریبې مرغۍ خپل وزرونه شکول تر څو وکولی شي یو ښکلی کمیس جوړ کړي. ته تورسي یې او ته یوه مرغۍ یې؟ تورسي وویل، حساشي تا ولې خپله ژمنه ماته کړله؟ په همدې تورسي خپل وزر ټول کړل او له کړکۍ نه والوتله.
حساشي ډېر پښیمانه شو او ورته وویل مه ځه. ما وبخښه زه بخښنه غواړم. تورسي وویل زه بخښنه غواړم چې دروغ مې درته وویل. ما غوښتل د هغه شپې لپاره چی زما ژوند دې وژغورلو درڅخه مننه وکړم. په ما ډېر ګران وې خو ما غوښتل چې ته په ما اعتبار وکړې. حساشي وویل، هیله کوم پاتې شه. زه به بیا هیڅکله خپله ژمنه ماته نکړم. خو تورسي والوتله او ولاړه او بیا هیڅکله رانغله. د حساشي زړه مات شو. تورسي په حساشي ډېره ګرانه وه. له هغې نه وروسته، حساشي بیا هیڅکله واده ونکړ. حساشي چې هر چېرته تلو اسمان ته به یې کتل چې ګوندې تورسي به راوګرځي خو تورسي هېڅکله راستنه نشوه. حساشي د تورسي باور مات کړی و. تللی اعتبار هېڅکله لاس ته نه راځي خو که راشي بیا هم د لمړی ځل په څېر نه کېږي.
د مينا سيد ژباړه