د طالب او امریکا د سولې له تړون وروسته، طالب سړیخور هېڅ شرعي دک او دلیل نه لري چې له افغان دولت سره خپله جګړه روا یا جهاد وبللای شي، ځکه چې له تړون وروسته طالبان ان د کافر وژلو ته فتوا نه لري او شریعت یې مخه نیسي۔ له همدې امله په زابل کې د دېرشو سرتېرو وژن نه یوازې یو وحشت دی، بلکې غیر اسلامي، غیر شرعي او یو غیر انساني کړن دی۔ ان شاالله چې طالب سړیخواره به تر دې نور هم ذلیل او په آخرت کې به ځواب ته راکش شي چې په کومه ګنا مو مؤمنین ووژل۔
که طالب د خپلې ځناورۍ د توجیه کولو لپاره کوم شري دلیل لري، نو مهرباني دې وکړي، د منبر پر سر یې دې خلکو ته وړاندې کړي۔ که کومه فتوا نه لري، نو بیا ولې خپلې مېرمنې، خویندې، میندې او لوڼې له پنجاب سره ګرو کوي او دوي د نورو مسلمانانو په پت، عزت او ژوند لوبې کوي۔
په زابل کې د طالب سړیخورو جنایت د دوی د پېژند تر ټولو اسانه او ښه ترا نښه ده۔ که داسې نه وي، نو خپل امیر هیبت الله دې یوه جومات ته را وغواړي چې د ابوبکر البغدادي په څېر خپل امارت اعلان کړي او د خپلې جګړې لپاره خپل دلیلونه او فتواوې ولس ته واوروي۔ اوس خو طالبان له امریکا سره د ډزبندۍ تړون هم لري، نو ملا هیبت الله له چا څخه ډارېږي؟ ولې ځان نه ښیي؟ په بشپړ باور سره باید وویل شي چې د ملا هیبت الله په نامه کوم ژوندی شخص نشته۔ د ملا هیبت الله په نامه چې کوم جرمونه او جنایتونه سرته رسېږي، کومې فتواوې چې ورکول کېږي، هغه ټول د پنجاب د آی اس آی له مرکزونو څخه خپرېږي۔
د طالب په ځناورۍ، ناپوهۍ، له اسلام څخه ارتداد او کفر ته په تمایل او بې رحمۍ کې هېڅ شک نشته۔ له همدې امله د خپل ځان په بیه هم جګړې ته وردانګي، خو که ژور سوچ وشي، طالب نه دومره مغز لري او نه هم دومره وړتیا چې د زابل په څېر پېچلي نظامي عملیات پلان او سرته ورسوي۔ د زابل په پېښه کې په ریښتیا چې کرایي قاتلان او خونيان طالبان ول، خو سربولن یا قومندانان او د دې نظامي عملیاتو پلان په بشپړ باور سره چې له پنجاب وروسته دا ځل په سیده توګه د ایران د سپاه پاسدارانو په لاس کې وو۔
د ایراني جنرال قاسم سلېماني له وژلو څخه وروسته ایران په هر ځای کې چې موکه په لاس ورشي، د امریکایي ګټو، په ځانګړې توګه نظامي پرسونلو په ضد خپل عملیات سرته رسوي۔ د ولسمشر غني له لوړې هرګوره وروسته چې کله افغان دولت ایراني دیپلوماتان له افغانستان څخه وشړل، ایران په بې ساری توګه قهرجن او غواړي چې نه یوازې افغان دولت ته، په ځانګړې توګه ولسمشر غني او ټیم ته یې ته یو ګواښمن پیغام ولېږي، بلکې ایران په همدې توګه هڅه کوي چې نه یوازې امریکایي ګټې په نښه کړي، بلکې همداسې د طالبانو او امریکا ګوډومات د سولې تړون هم له منځه یوسي۔
د ولسمشر غني سیاست د نورو پینځو کلونو لپاره د ګاونډي هېوادونو په زړه پر مخ نه ځي۔ له همدې امله ګاونډي هېوادونه به په خپل ټول واک او ځواک سره هڅه وکړي چې د افغانستان سیاسي، نظامي، ټولنیز، اقتصادي او نړیوال پرمختګ ډب او دا هېواد یو ځل بیا د وینو ډند وګرځوي۔ د وینو د دې ډند او سېلاب لپاره نه یوازې کرایي قاتلان، بلکې سیاسي فاحشې هم په کار دي چې د یوې څوکۍ لپاره خپل ځان او د یوې روپۍ لپاره له خپلې ښځې څخه نیولې تر ټول افغانستان پورې وپلوري۔ د کرایي قاتلانو دنده طالبانو پر غاړه اخیستې ده۔ د سیاسي فاحشو رول د ګلمرجان ټیم لوبوي۔ له همدې امله به د زابل پېښه وروستی پېښه نه وي۔ کیدای شي چې د هېواد په هر ګوټ کې نه یوازې نظاميان له دې ډول یرغلونو سره مخ شي، بلکې په ټوله کې د دولت ټول چوکات په رنګارنګه ترهګریزو عملیاتو کې راګیر شي۔
سرېره پر ټولو کمزورتیاوو چې افغان دولت یې لري، پنجاب او ایران په داسې حالت کې نه دي چې د افغان دولت سیاسي کړنلارې دې وارزوي او مخه یې دې ډب کړای شي، خو دا په دې مانا نه چې ګواکي افغان دولت به خپل سیاست داسې پر مخ یوسي لکه څنګه یې چې پلان کړی دی۔ د روان اکربکر (حالت) څخه وتون خورا ستونزمن کار او درنه پازه (مسئولیت) ده چې دولت یې په یوازې ځان نه شي سرته رسولای۔ نو ځکه ولس مجبور دی چې د خپل امنیت او د خپل هېواد سره د ایماني مسئولیت پر بنسټ له نظام سره هېڅ ډول مرسته دریغ نه کړي۔ دا په دې مانا نه چې ولس دې ټوپک غاړې ته کړي، بلکې په دې مانا چې په نظام دې باور وکړي، له نظام سره دې د امنیت په برخه کې مرسته وکړي، د نظام قوانینو ته دې غاړه کېږدي۔ همدا نظام دی چې د هر هېوادوال د سر، مال او پت د ساتنې او دفاع ضمانت کوي۔
همدا وخت دی چې ولس د نظام په ملاتړ سر پورته کړي او د پنجاب او ایران د ترهګریزو چارو مخه ونیسي۔ که ولس خپل نظام په خپله ړنګ کړي، لرې نه ده چې پر ناموس به یې پنجاب او ایران بیا یرغل وکړي۔ نو ځکه د زابل پېښه د طالبانو وړتیا مه ګنئ، بلکې د ځناورو ګاونډیو د وینو تنده یې وګڼئ۔ د زابل د پېښې په څېر یا تر دې ډیرې بدې پېښې کېدای شي چې رامنځته شي، خو مخه یې هر وخت نیول کېدای شي او تر ټولو ښه ترا لاره یې دا ده چې ولس له خپل نظام سره لاس یو کړي۔ ولس باید د سرتېرو په شهادت وېر و نه کړي، بلکې د دوی په مېړانه او شهادت وویاړي، خو هممهال له دوی سره داسې مرسته وکړي لکه له خپل ځان سره!