غزل

زړه مــــې تنګ دی ګذاره له ما نه نه شي
یاره بس دی یارانـــــه له ما نه نه شـــــي

 لاس مې پرېږده زه همداسې نشه ښه یم
ساقـــــــي  ومنه توبه له مــــــا نه نه شي

د پښتو پــــــــــه زولنو کـــــــــې یم تړلې
ورتــــــه ووایه خفه له مــــــــا نه نه شي

زه په لـس روپو مـــزدور مور مې ناروغه
زړه مې رپي چېرته مړه لــه ما نه نه شي

خدایه ته مــــــې د زړګي خبـــــرې واوره 
بـــــــې له تا بلــــــه اسره له ما نه نه شي

ما دې هر بدو ته ورین تندی نیــــــــــولی
زه خو ســـــوله یم جګړه له ما نه نه شي
نړۍ سوله