سر تر پايه هر افغان په وينو رينګ دی
که ماشومه، که تور سرې، هر يو ځوان په وينو رنګ دی
په هر کلي کې بهېږي رود دوينو
هر يو باغ، دنګ چنارونه، هر باغوان په وينو رنګ دی
نور د مست مازديګر شور او شرپ خاموش دی
هر ګودر، هره يوه پېغله هر پېزوان په وينو رنګ دی
اوس د کلي حجرې بندې فاتحو کړې
هر رباب، هره ټپه او هر داستان په وينو رنګ دی
نه مو جمع، نه سبق او نه جومات په امن ښکاري
هر آذان، هره سپاره او هر قرآن په وينو رنګ دی
څه د ژبې، د مذهب او د جامو جګړې يې وکړې!؟
هر ټکری، هره لونګۍ او هر ګرېوان په وينو رنګ دی
(نور) به ولې د غليم په خوږو فريب خوري
دا نړۍ، دغه زمان هر مسلمان په وينو رنګ دی
07.11.2020
- مينا سید
د ریچارډ او ماریا په نامه یوه زړه جوړه وه چې ماشومان یې نه درلودل، خو یو ښکلی سپی یې درلود چې رومیو نومېدو. رومیو چېرته یې؟ راځه خواړه تیار دي. دغه زړه جوړه په رومیو ډېر ګران وو؛ او هېڅکله له دوی لرې نه تللو. همدا یې د خوشالۍ دنیا وه.
یوه ورځ د تل په څېر ریچارډ په خپل بڼ کې له رومیو سره په کار بوخت و. داسې یوه څه ته یې پام شو چې پخوا یې نه وو لیدلی. رومیو ځمکه کيندله؛ کله چې ده غږ پرې وکړ؛ منډه یې ورواخیستله او بېرته همدې ځای ته راوګرځیدلو.
ریچارډ حیران شو چې سپې ولې ځمکه کين...
08.11.2020
- عبدالوحید وحید
شکيدلئ پامير!
د هيلو او اميدونو په نيلي سپور شوم. د پامير هسکې څوکې ته وختم. د پامير له څوکې څخه مې په هيواد کې د پرتو پرګنو له تنوع، په هر کور کې د پخو خوړو له زړه راښکونکو وږمو، د مېشتو ولسونو له سپينو ګلابي او غنمرنګو مخونو ، د خلکو په خبرو کې د مختلفو لهجو او د مختلفو قومونو د لباس د مختلفو رنګونو له ښکلي امتزاج څخه خوند واخیست، خو د خپلو هغو ولسونو تشو دسترخوانونو په ليدلو وژړيدم چې يوه مشر شپږ کال وړاندې پکې د بدلون راوړلو ژمنه کړي وه.
په پامير کې وګرزيدم. د پامير لمن څي...