که څه هم بېلار ملا په هر وطن شته
خو زموږ ملا په ټولو کې بېلار دی
د بل هر وطن ملا ته وطن ګران دی
خو زموږ ملا وطن ځینی بېزار دی
د بل هر وطن ملا مسلک معلوم دی
خو زموږ ملا په هر مسلک کې کار دی
لکه مچ غوندې د هر چا ژوند کې غورځي
د هر چا په شخصي ژوند يی سروکار دی
د ځوانانو په بریتو، ږیرو يی غرض دی
لوپټو لاندې د نجونو په دیدار دی
د ښځمنو هر اندام باندې يي نظر دی
د ښایسته نجونو په هر شمېر خریدار دی
په جومات کې تر لمانځه وروسته غیبت کړي
شیطنت، منافقت يی د ژوند چار دی
ژوند يی پیل نه تر اخره بېکاري ده
په ټول عمر کې د ولس پر اوږو بار دی
په تورتم کې د خفاش غوندې خوښمن دی
له رڼا څخه په تېښته او په ډار دی
د بدلون او د نووښت څخه منکر دی
دښمني ته د ځوان نسل تل تیار دی
داسې ملک به کم پیدا شي په نړۍ کې
چې ملا يي یا جاسوس وي یا غدار دی
که لارنس په امامت کې جاسوسي کړه
خپل هېواد ته جاسوس نه دی خدمتګار دی
خو زموږ ملا په هر پردي دربار کې
یا لاسپوڅی یا بړیڅی د دربار دی
که اخوند لرو، یا پیر لرو یا غوث دی
د خپل ملک پرځای، د بل ملک ټیکدار دی
په وطن ښه خاطره له پیره نشته
زموږ پیر د بل مرید د بل په لار دی
جسم دلته په وطن کې، ذهن هلته
د هیرا په منډه کې څوکېدار دی
که طالب پل او پلچک ته ږدي بمونه
د ملا په لاس جومات زموږ سنګسار دی
مدرسه کې مو ملا ځانمرګي روزي
جومات نه دی نن مکتب د انتحار دی
چې ملا وړي د پګړۍ ول کې بمونه
ملا نه دی خپله بم دی، انفجار دی
د جومات په ممبر داسې ملا کېناست
چې یا غل دی یا جاسوس دی یا خونخوار دی
کاشکې بیا جومات کې سم ملا دېره شي
ولس د داسې یو ملا په انتظار دی
مرادزی